Homeخبرونهکابل هوايي ډګر ته ۳ رادارونه وسپارل شوې

کابل هوايي ډګر ته ۳ رادارونه وسپارل شوې

تاند:( يکشنبه، د جدي پینځمه) ‏د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، چې نن د هوايي ډګر د رادار ۳ دستګاوې ورته سپارل شوي.

سرچينې ويلي، چې دغه دستګاوې په کابل هوايي ډګر کې ورسپارل شوي.

ويل شوي چې د دې رادار دستګاوو د پېرلو تړون د افغانستان جمهوري نظام د ۱۲۲ ميليونه يورو په لګښت د فرانسې له يوه شرکت سره کړی و.

د تړون په اساس، ياد شوی شرکت به افغانستان ته د رادار ۱۲ دستګاوې د ۲۰۲۳ ميلادي کال تر پايه پورې سپاري.

د رادار يادې دستګاوې به د افغانستان په ۱۲ برخو کې فعاله او د افغانستان د هوايي حريم کنټرول پر غاړه ولري.

يادې دستګاوې په داسې مهال افغانستان ته را لېږدول شوي، چې د افغانستان هوايي حريم لا هم خوندي نه دی او د امريکا د بې پیلوټه الوتکو د همېشنيو ګزمو خبر پکې ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...