Homeسپورتننګرهار کې د فوټبال ۱۶ ورځنۍ سيالۍ پیل شوې

ننګرهار کې د فوټبال ۱۶ ورځنۍ سيالۍ پیل شوې

تاند:( يکشنبه، د جدي پینځمه) په ننګرهار کې د فوټبال ۱۶ ورځنۍ سيالۍ پیل شوې.

د ننګرهار ولایت مقام په يوه اعلاميه کې راغلي، چې دغه سيالۍ د دې ولايت د مرکز جلال اباد ښار کې د فوټبال لس غوره لوبډلو ترمنځ پیل شوې، چې په ترڅ کې به يې د کال غوره لوبډله انتخاب شي.

د دې سيالۍ په لومړۍ ورځ ننګرهار او اتحاد لوبډلو سيالي وکړه چې ننګرهار لوبډلې وګټله.

د يادو سياليو پر مهال د ننګرهار بدني روزنې رئیس نور احمد حبيبي، چې د فوټبال فدراسيون رئيس عفيف رنجبر هم حضور درلود له مسئولینو وغوښتل چې د سياليو پر مهال له عدالت کار واخلي او غوره لوبغاړو ته خپل حق ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنیدو سره د افغانستان ورزشي فعالیتونه هم ډېر کمرنګه شوي او عمده دليل يې اقتصادي ستونزې او د ورزش د اړوندو ادارو فلج کیدل ګڼل کېږي.

څه موده مخکې د المپيک نړيوالې کميټې له شاوخوا پینځه سوه افغان لوبغاړو سره د څه باندې نیم میلیونه امریکايي ډالرو مرسته اعلان کړه، څو د بشري او اقتصادي ناورين پر وړاندې مقابله کې ورسره مرسته وشي.

افغان لوبغاړي او ورزش پوهان وېره لري، چې د اوسني وضعيت له دوام سره به د نورو برخو تر څنګ د افغانستان ورزش هم سقوط او لاسته راوړنې يې نابودې شي.

د طالبانو لخوا د ورزشي ادارو لپاره ټاکل شوي چارواکي بيا ډاډ ورکوي، چې ورزشي فعاليتونو ته به پوره پاملرنه وکړي او لاسته راوړنې به دوام ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...