دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهصالح: د ط اصول او سياست قريشي، باجوه، فضل الرحمن او عمران...

صالح: د ط اصول او سياست قريشي، باجوه، فضل الرحمن او عمران خان ټاکي

تاند:( يکشنبه، د جدي پینځمه) د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح د افغانستان د اسعارو د تبادلې او پيسو د حوالې د تر ټولو لوی مرکز ( شهزاده سرای) پر وړاندې د طالبانو چلند نقد کړی.

هغه نن په یو لړ ټويټونو کې ویلي، چې د طالبانو د نا پوهې ډلې ناسم چلند سبب شوی چې شهزاده سرای د پېښور د يادګار چوک ( د صرافۍ مرکز) په يوې فرعي څانګې بدل شي.

صالح تور پورې کړی، چې طالبان بهرنی سیاست د پاکستان د بهرنيو چارو له وزیر شاه محمود قريشي، امنيتي سياست د پاکستاني پوځ له مشر باجوه، د تاريخ دښمني له مولانا فضل الرحمن او حقانيه مدرسې او افغانستان پېژندنه له پاکستاني صدراعظم عمران خان څخه زده کوي.

د صالح د څرګندونو له مخې، ياد شوي کسان په يادو برخو کې طالبانو ته د دوی د چلند څرنګوالی او حدود ټاکي.

نوموړي زياته کړې، چې اوس په کابل کې د پيسو هیڅ کومه لويه معامله نه ترسره کېږي او پاکستان د افغانستان لویو سوداګرو ته د پينځه کلنې ويزې ترڅنګ د اوسيدو ويزې ورکوي.

صالح ادعا کوي، چې په افغانستان کې د پاکستان د نیابتي او تحت الحمايه واکمنۍ بهیر دوام لري.

هغه د پښتونخوا د مشهور ملتپال سياستوال افراسياب خټک هغه خبره هم نقل قول کړې او تایید کړې چې ويلي: طالبان يوازې د پردې پر مخ د افغانستان د واکمنۍ تمثيل کوي، اصلآ افغانستان له راولپنډۍ څخه اداره کیږي.

طالبانو د امر الله دغو تورونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

3 COMMENTS

  1. هی هی څه زمانه وه، ټامیان له امریکا و اروپا په ارګ رااوریدلي وو د وطن له غمه ههههههه په امریکایي ډالرو به یې شنه شنه ټیزونه اچول تورکي دریشۍ سرې و شنې نیکټایی شپو خولۍ برنجي یې پسکۍ غرمه یې په انکره ماښام یې په ډوبۍ…
    ارګ کې خو چا پښتو نه ویله، هیلو هیلو وو اوه مای ګاااډډ هههههه

    بس وطن دی غلامۍ په لمن کې پروت کله یورنګ کله بل رنګ

  2. ښه خبره داده چی ددغو رټل شویو څيرو پرمخ د میډیا ګانو دروازې وتړل شي
    دغه تکرار او غلې څيرې لا دخلکو غوسه راپاروي
    شل کاله حکومت ورسره و په ډې شلو کلونو کې دټولو فوکس داو چی څنګه پیسې غلا کړي او څنګه له یوبل سره د بوجۍ خوله ټینګه کړي
    یوچا ویل په استخباراتو کی ټول پنچشیریان یې مقرر کړي و اوهغوی یوازی دخپل قوم په ګټه کار کاوه
    دافغانستان نور ولایتونه او خلک ورته خپلوان او ولس نه ښکاریده
    ددی بی غوري او غلاوې ددې سبب شوې چی وطن ګړنګ ته ولویږي
    اوس رزاق مامون لګیا دی دخپل یوټیوب چاینل دلارې پنجشیریانو ته کنځلې کوي چی واک ولې ترې په مفته له ګوتو ووت اوس خلک هڅوي چی تاجکان بیا په قدرت کې شي

  3. د جمهوريت کمپ د مطبوعاتو په شمول يي ټول بشپړ او تاريخي ناکام شول, هغه نظريه يي هم ناکامه شوه. تبليغات اوس فايده نلري او کار نه ورکوي. امرالله و امٿالهم خپل درد لري دوي په داخبرو خپل درد تسکين کوي دوى ملامت ندي. خو په دوي بيا قدرت, ناز, او ادا, د الف ټکي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب