دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهعباس ستانکزی: جنګ نه ستړي نه یوو، د امريکا خلاف به ۴۰...

عباس ستانکزی: جنګ نه ستړي نه یوو، د امريکا خلاف به ۴۰ کاله نور هم وجنګیږو

تاند:( يکشنبه، د جدي پینځمه) د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد ‏عباس ستانکزی، چې له بيا- بيا غوښتنو وروسته يې امريکا په کابل کې خپل سفارت بیرته فعال نه کړ، نن دغه هېواد ته خبرداری ورکړ چې پر ضد به يې ۴۰ کلنه جګړه پیل کړي.

ستانکزي له طالبانو څخه د يو شمېر شیعه علماوو په ملاتړ غونډه کې وويل: موږ د ټولې نړۍ پروړاندې یوازې وو، دې ته نړیواله جګړه ویلي شو او موږ دا جګړه وګټله.

هغه امريکا متحده ايالات مخاطب او ورته وویل: یوځل بیا امریکا ته وایم، چې زموږ په کورنیو چارو کې مداخله مه کوئ، هیڅوک دې دا فکر نه کوي چې افغانان له جګړې ستړي دي او له ځانه دفاع نشي کولی، که اړتیا شي افغانان څلویښت کاله نور د مقاومت توان لري.

ستانکزي پرته له دې، چې پر افغانستان د پاکستان د توغنديزو بریدونو يا بلې کومې بهرنۍ لاسوهنې يادونه وکړه، زياته کړه: که چا دې خاورې ته بد وکتل سترګې یې پرې را وباسو.

دغه طالب مقام ټینګار وکړ، چې له هیچا سره جنګ نه غواړي، خو که څوک د افغانستان سرحدونو او هیواد لپاره بد نیت ولري، پر وړاندې یې دریږي.

‏عباس ستانکزي په خپلو دې څرګندونو کې د نجونو د ښوونځيو له تړل کیدو یو ډول دفاع وکړه او په دې کې ېې د طالبانو د ملامت ګڼلو پر ځای خلک تورن کړل، چې ګواکې خپلې نجونې ښوونځيو ته نه استوي.

هغه وويل: موږ نشو کولی خلکو ته په زور ووایو، چې خپلې نجونې ښوونځیو ته ولیږئ، هغو ځایونو کې چې پخوا نجونې ښوونځيو ته تللې اوس هم ځي.

ستانکزی په ورته وخت کې له افغانستان څخه د میلیونونو کادرونو وتو ته اندیښمن و.

هغه وويل، ځوانان دې له هیواده نه وځي، اقتصادي ستونزې شته، خو د هیواد پرېښودل د حل لار نه ده.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال له يوې خوا له هېواده د وتونکو خلکو په قانع کولو کې د خپل حکومت پاتې راتګ تایید کړ، خو ورسره یې بهر ته له ورغلو افغان متخصصينو وغوښتل، چې بیرته هېواد ته ستانه شي.

عباس ستانکزي وويل: هغه کسان چې له هیواده وتلي ټلیفونونه ورته کوو، څو بېرته هیواد ته راشي هغه عزت چې دلته دی هلته نشته، خو دوی د شک په سترګه ګوري، موږ باید دغه بې باوري نوره ختمه کړو.

ستانکزی په نننۍ وینا کې د خپل حکومت له رسمیت پیدا کولو نهيلي وښوده او ويې ويل: زموږ پروړاندې تر ټولو لویه ستونزه له نړۍ سره جوړجاړی دی، هغوی په روښانه موږ ته وايي چې په رسمیت مو نه پېژنو.

دغه طالب مقام له نړۍ سره د خپلې ډلې د حکومت تعامل مهمه اړتیا وګڼله، خو ټينګار يې وکړ چې په دې اړه به یو ذره هم نرمښت ونه کړي.

هغه په دې اړه وویل: موږ نړۍ سره روابطو ته ضرورت لرو، موږ اړتیا لرو چې نړۍ سره سیال شو، خو نور هیوادونه په موږ شرط ږدي.

خو طالبان به پر خپلو جهادي ارزښتونو یوه زره معامله هم ونه کړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال پرته له دې چې ملت ته له ملايانو څخه د خپل جوړ شوي حکومت کومه طرحه روښانه کړي، ډاډ ورکړ چې له بهرنيو مرستو پرته به پر خپلو مټو افغانستان جوړوي.

عباس ستانکزي وويل: دا هیواد باید په خپلو مټو جوړ کړو، دا بشري مرستې زموږ درد نشي دوا کولی. موږ باید نورو هیوادونو ته د موادو صادرونکي اوسو.

د طالبانو دغه لوړپوړي مقام مخکې ویلي وو: ٫٫امريکا به زر انشالله په کابل کې خپل سفارت بیرته پرانیزي٫٫ .

هغه دغه راز له امریکا څخه څو ځله وغوښتل چې افغانستان ته د طالبانو د اقتصادي ملاتړ لپاره بیرته را ستنه او پانګونې پکې وکړي.

د هغه څرګندونې د ۴۰ کلنې جګړې د حوصلې لرلو په اړه په داسې مهال دي، چې د طالبانو د څه باندې څلور میاشتینۍ واکمنۍ په موده کې د وږو افغانانو شمېر تر ۲۴ میليونو رسيدلی او میلیونونه ماشومان له ډېرې لوږې او خوارځواکۍ د مرګ خطر سره مخامخ دي.

7 COMMENTS

  1. هغه ځواب چې تاسو په کونړ کې دپاکستان توغندیو برید ته ورکړ – زبات ته ورسیده چې تاسو باتوران یاست – اوریښتیا هم تر قیامته له جګړې نه ستومانه کیږی.

  2. په رښتیا چې ستړی نه یاستۍ کورونه مو په افغانستان کې ندي هغه افغان له جنګ څخه ستړی دي کوم چې اوس په افغانستان کې د ژوند له هرې ناخوالې سره مخ دی که ته ستړی نه یې بیا لاړ شه فلسطین ته دا نور دې هم له ځانه سره بوزه مونږ ته ندی پکار تاسو ته د مسلمان او بیا د انسان له ژوند څخه حکومت ډیر ارزښت لری چې جنګ مو نه بس کولو او افغانانو تاسو ته زارۍ وکړې خو تاسو هیڅ ونه منل اوس مو ټول افغانان له ستونزو سره مخ کړي.

  3. زویه دا د پُسو د دلال په څېره، تا او تاسی خو ځکه د جګړې څخه نه یاست ستړی چی اصلاً مو جګړه نه ده کړې او په ژوند مو توپک پلاس کی نه دئ نیولئ، جنګ خو د لندن او لاهور تربیه سوو عناصرو زموږ پر وولس تحمیل کړئ ؤ او وولس ئې ځپلئ او ستړئ کړئ ؤ او ستړئ کړیدئ.
    بناً
    ستا دا اخطاری څرګندونه هم ستا له مغزه او خولې نه ده را وتلې بلکه دا د انګریز د افکارو انعکاس دئ.

  4. ستانکزیه !
    ته ځکه د جنګ نه ستړی نه یې, چی په لوکسو کورونو او هوټلنو کې هغه هم دامریکا په پیسو اوسې, اوستااولادونه هم غرب کې ارام او ډیر ازاد ژوند لري. ورسره ته هم دجګړې له برکته نه یوازی شتمن شولې بلکه هروخت هسه کوې چې عکاسی ویدیوته تربل هرچا اخپل مخ خکاره کړی.
    جګړو کې خوار طالب چی په غرونو کی ژوند تیره وی وږل کیګی
    ګلبدین اونورو جنګسالارانوته وګوره سومره خکلی کورونه لري. مونګ یې ولې نه لرو؟

  5. دا جناب لا په ټولو کي لوی خر دی. دده خبری ټولی له تناقضاتو څخه ډکی دی. ته سیاسی معین یی او باید په سیاسی موضوعاتو کي معقوله او له منظق څخه ډکه ژپه وکاروی. څو ورځی مخکي دی د انشا الله په ویلو سره د امریکا د رسمیت پیژندلو تمه لرله او نن بیا ورته د جنګ اخطارونه ورکوي. ته وایی چي موږ له خپل موقف، اصولو او اسلامی ارزښتونو څخه یوه زره هم نه تیريزو. ستا ارزښتونه دی کوم؟ د یو استبدادی او د قرون وسطی پردلایلو بنا اسلامی نظام، لوږه، بیکاری، ملاشموله حکومت، تجرید شوی افغانستان، ناروښانه راتلونکی، له اساسی قانون ،اردو، پولیسو ، مقننه او قضایه قوی خالی نظام. دالله روی ته وګوری او نور په خپل ځان او د ربړیدلی ملت ریشخند مه وهی او لدی زیات مو مه ‌ذلیلوی. که د ملت درد احساس نکړی ، نو برته له شکه لکه د تیرو په قدرت مینو او لیونیو جارواکو په شان به تاسو هم الله همداسی شرموی او ‌ذلیلوی.

  6. ستانیزیه ، نس د موړ ده . اولادونه دې په یوه پرمختللي او سوکاله هېواد کې ژوند کوي . ستا اولادونه خو نه مري . د غریبو، مجبورو او بېسوادو خلکو زامن په جنګ کې وژل کیږي . ته خو یوځل دا درپاته خلک په نس ماړه کړه ، کار او روزګار ورته پیدا کړه ، بیا هغوی چې نورو هېوادونو ته مهاجر شویدي در وغواړه .
    بله خبره د خارجي سیاست ده . هغه باید سنجول شوی ، په حقایقو او ملي ګټو ولاړ او ثابت وي .نن یوه خبره او سبا بله بیا سیاست ندی . په کوم مجلس کې چې تا وینا کړېده ، دا د قومونو او قبایلو او د اسلامي شوونو او اوقافو وزارت پورې اړه لري . هرچېرته بغارې مه وهه .
    هر سخن جایی و هر نکته مکانې دارد .

  7. الفقر يکاد الکفر
    نيستي او لوږه انسان ناهيلۍ ته رسوي.
    ولسمشر غني به کله ناکله داخبره کوله چې له فقر سره مجادله يا د نيستۍ مخنيوۍ اړين او دا له ټولو ستر جهاد دی.
    سرتاسري هېواد له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس وګرېوان دی.
    ستاسې دا له تاوتريخوالي ډکې او تريخجنې خبرې هم د دې اقتصادي فشار پايله ده چې :
    سړی چې تنګ شي، نو جنګ ته مخه کړي.
    جنګ کول اسادي، خو پالنه يې سخته ده.
    بلقيس د سليمان عليه السلام ليک ته سوله ييز ځواب ورکړ. له جنګ ځان وژغوره او خپل ملت يې وژغوره. نوموړې هم مسلمانه او واک واختيار يې لا پسې ښه شو.
    اوس هم لا وختي دی. ډېرې د سمون او د حل لارې لا شته چې هم ستاسې ښه پرې وشي، هم د ملت او هم له نړېوالې ټولنې سره يو تفاهم ته ورسيږو او له دې شتو ستونزو ځان خلاص کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب