دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهپکتیا کې وسله والو کسانو یو ځوان وژلی

پکتیا کې وسله والو کسانو یو ځوان وژلی

تاند:( يکشنبه، د جدي پینځمه) د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز ښار د ښاروالۍ مارکېټ په سیمه کې پرون مازیګر ناوخته وسله والو کسانو یو ځوان په ډزو وژلی.

ځایي سرچینو ویلي، چې دغه ځوان اقبال نومیده او پرون په ډزو وژل شوی.

 د پکتیا د امنیه قومندانۍ طالب چارواکو ویلي، چې د وژونکو هویت نه دی معلوم، خو دوی یې په لټه دي.

 د طالبانو له واکمنیدو سره که څه هم جګړه تر ډېره حده ختمه شوې، خو ورته هدفي وژنې زیاتې شوي او خلک یې اندیښمن کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې په یوه راپور کې څه موده مخکې د سلو داسې وژنو څېړنو ښودلې وه، چې د ۷۷ وژنو مسوول یې طالبان دي.

طالبانو بیا دا راپور رد کړی و.

د تېرې جمعې پر ورځ د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د جمعې ورځې د لمانځه په خطبه کې پر طالبانو نیوکه وکړه، چې له واکمنیدو سره یې هدفي وژنې زیاتې شوي او عاملین یې نه معلومیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب