چهارشنبه, مې 22, 2024
Homeخبرونهصالح: نیمه کورنۍ او د دفتر همکاران مې کورونا نیولي دي

صالح: نیمه کورنۍ او د دفتر همکاران مې کورونا نیولي دي

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۱۵مه:  د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح نیمه کورنۍ او د دفتر غړي په کورونا وبا خته شوي دي.

دا مطلب امر الله صالح په خپلې فیسبوک پاڼې څرګند کړی او زیاتوي، چې په هېواد کې د کورونا له امله د روان ناوړه حالت په اړه یې وړاندوینه کړې وه؛ خو په خبره یې که اوس هم خلک همکاري وکړي دغه ویروسي وبا ته ماته ورکولی شي.

نوموړي ددې ترڅنګ چې په کورونا وبا د خپلې کورنۍ او کاري دفتر د غړو اخته کېدو اندېښنه له خلکو سره شریکوله، خلکو ته په خطاب کې ویلي چې باید په خپلو ځانونو او کورنیو د زړه سوي له کبله روغتیايي لارښوونې عملي کړي.

امرالله صالح په داسې مهال په کورونا وبا د خپلې نیمې کورنۍ او کاري دفتر یو شمېر غړو د اخته کېدو خبر ورکوي، چې په هېواد کې د روغتیا وزارت د رسمي شمېرو ترمخه له ۱۸ زرو ډیر افغانان په کورونا وبا اخته شوي، چې له دې ډلې څخه ۱۵۸۵ تنه یې بیرته روغ شوي او ۳۰۰ تنو نورو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

3 COMMENTS

  1. زه دتاند ویپاڼه له ۲۰۱۰ نه تعقیبوم
    خدای ج ته وګوري دروغ مه خپروي
    ۱۸۰۰۰ کسان خو صرف دجلال اباد په یوه ناحیه کې اخته دي پاتي شو ټول افغانستان
    له ۵ پنځه لکونه ډیر کسان په افغانستان کې په کرونا اخته دي.
    زما کورنې ټوله پري اخته ده یوه هم ټسټ نده کړي
    په بې اعتباره ټسټ باندي به سړی څه وکړي.
    لږ په ځان اوپه ملت رحم وکړئ ولي دروغ خپروي
    که ډیر مجبوره یاست هیڅ دا د درواغو رپورټ مه خپروئ چی لیدونکې مو هرڅه وینې او ناهیلې کیږې.
    زه که هره ورځ د ورځي لس ځله ستاسو خبرونه ونه ګورم وخت راباندي نه تیریږې.
    بلکل عادت شوي یم
    خوچی دروغ خپروي بیا نو سړی ناهیلي شي.

  2. عبدالرحیم زي ورور ته سلامونه ،
    پورتنۍ احصائیه دعامې روغتیا وزارت چې دهمدې برخې مسؤل وزارت دی ، خپره کړېده ، نو پدې کې به د تاند څه ګناه وي ؟
    مونږ افغانان په رښتیا نه پرځان رحم کوو او نه پر خپلې معصومې کورنۍ .
    کورونا نړیواله وبا ده ، تر اوسه نه کوم واکسین لري او نه دوا.
    تر ټولو ارزانه او مؤثره دوا همدا قرنطین او ځان ساتل دي . له نورو خلکو باید یونیم متر فاصله ولرو ، له چا سره په لاس او غېږ روغبړ ونکړو . د بل چا له خوړو او میوو نه ونه خورو . که ډېر ضرورت نه وي په کور کې پاته شو . خپل لاسونه په مایع صابون ومینځو او لاسونه خولې ، پزې او سترګو باندې ونه وهو .
    هغوي چې لا دمخه مریضان دي ، الله ج د شفا اوروغ صورت ورکړي ، روغ کسان دې خدای تعالی ج ترې وساتي . آمین

  3. سلامو علیکم۰۰ د مخترم صالح صاحب/دکورنی عړی ددفتر همکاران او په مجموع کښی
    د ټولو وطنوالو لپاره د خدای څخه د کاملی شفا غوښتونکی یم۰
    زمونږ بی وزله وطنوال چه د رنګارنګ ستونځو سره لاس او ګریبان دی الله دی پری د سولی او ارامی رحم وکړی۰ او زمونږ د وطن دشمنان دی الله تباه کی۰ امیین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب