جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونههیواد کئ د کورونا ۷۸۷ تازه پېښې ثبت شوې

هیواد کئ د کورونا ۷۸۷ تازه پېښې ثبت شوې

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۱۵مه: د عامې روغتیا وزا ت راپور ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د کورونا ویروس ۷۸۷ نورې  مثبتې پېښې ثبت  شوې دي.

 عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو څلورویشت ساعتونو کې کابل کې ۳۲۳ نور کسان هم په کورونا ویروس اخته شوي دي.

د یاد وزارت د ورځنيو معلوماتو پر بنسټ چې نن پنجشنبه یې خپاره کړي، پکې ویل شوي، چې تر کابل وروسته هرات  کې تازه ۱۱۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په همدې ترتیب کندهار کې ۶۵، ننګرهار کې ۵۴، بادغیس کې ۴۸، خوست کې ۴۰، پکتیا کې ۳۶، بلخ کې ۳۴، پکتیکا کې ۳۲، نیمروز کې ۱۸، کونړ کې ۱۵، تخار کې ۸، بامیان کې ۲ او لوګر او لغمان ولایتونو کې یوه – یوه د تازه پېښه ثبت شوې ده.

د یادونې وړ ده چې له تېرې ورځي راهیسې ۶۲ کسان له همدې ویروس څخه بېرته ښه شوي او شپږ کسانو بیا خپل ژوند بایللی دی.

هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو تر اوسه ۱۸ زره او ۵۴ کسان په یاد ویروس اخته شوي، چې له همدې شمېر څخه ۳۰۰ کسان مړه او یو زرو او ۵۸۵ کسان بېرته ښه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب