پنجشنبه, جولای 4, 2024
Homeخبرونهپه بلخ کې لسکونه فابریکې بندې شوي

په بلخ کې لسکونه فابریکې بندې شوي

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۱۵) د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د بندیزونو له کبله په بلخ ولایت لسګونه فابریکې بندې شوي دي.

د بلخ ولایت د سوداګرۍ او صنایعو ریاست وايي چې په دې ولایت کې د بیټریو، غالیو، موزایک او رېکشا جوړولو فابریکي بندې شوي دي.

د فابریکو خاوندان وايي چې د کورونا وایرس د خپرېدو له کبله د ګاونډیو هیوادونو پولې تړل شوي او اومه مواد نه واردېږي او د دې په نتیجه کې په مزارشریف کې په سلو کې ۸۰ فابریکې بندې شوي دي.

د تړل شویو فابریکو په منځ کې د رېکشا جوړولو فابریکه هم شامله ده چې پخوا به یې د ورځې ۴۰ رېکشاوې جوړولې.

دوی وايي چې د خلکو پر تګ راتګ بندیزونو هم د فابریکو پر پرچاوۍ اغېز لرلی دی.

د بلخ فابریکو ته اکثره اومه مواد له ازبکستان، قزاقستان او چین څخه راوړل کېږي خو د کورونا وایرس له خپرېدو وروسته پولې تړل شوي دي.

د فابریکو خاوندان وايي چې خپلو کارګرو ته معاش نه شي ورکولی.

د فابریکو خاوندان همداراز وايي چې که حکومت د دوی نور ملاتړ نه کوي لږترلږه دې مالیه ورته معاف کړي.

د کورونا د خپرېدو له کبله دې ته ورته وضعیت په نورو ولایتونو کې هم رامنځته شوی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نن ورځې له شمېرنو سره سم، تراوسه پورې په هیواد کې د کورونا وایرس ۱۸ زره ۵۴ پېښې ثبت کړي چې ۷۸۷ تنه یې په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې ثبت شوي دي.

دغه راز له رسمي شمېرنو سره سم په افغانستان کې تراوسه پورې ۳۰۰ تنه په دې وایرس مړه شوي دي خو راپورونه ښيي چې په افغانستان کې تر دې په ځلونو ډېر خلک په کورونا اخته شوي او یا ورڅخه مړه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب