لکه څنګه چي دیني کتابونه یادونه کوي چې څنګه نوح ع د خدای ج لارښوونو سره سم، د نړیوال سیلاب څخه د ژوندي پاتې کیدو لپاره یوه کښتۍ جوړه کړه، هغه دنده چې د بشپړولو لپاره يي الله ج دی ټاکلی وو. خو کله چې هغه د خپل وظيفې په ترسره کولو بوخت و، ځينو خلکو ورباندې ملنډې وهلې، ځکه چې دوی باور نه درلود چې داسې پېښه کېدای شي. د دوی ځواب د حیرانتیا وړ نه و، ځکه چې د نوح په چاپیریال کې اخلاقي فساد او اخلاقي تخریب خورا په لوړه کچه وو. خو نوح د خلکو له خندا سره سره د خدای له لارښوونو سره سم خپل الهی وظیفې ته ادامه ورکړه. کله چې سیلاب راغی، د نوح کښتۍ جوړه شوه او هلته یې د ټولو ژونديو موجوداتو ډولونه وژغورل. دا کیسه ښیي چې څنګه د خلکو له خوا د پراخ کفر او پر هغه د بي علته مسخرو له پامه غورځول سره نوح وتوانيده چې خپل ماموریت بشپړ کړي.
که څه هم د “خلکو له پامه غورځول” مفکوره منفي مفهوم لري. ځکه موږ شاید فکر وکړو چې په قصدي ډول د غوره ګڼلو احساس له وجې د یو چا له پامه غورځول یا پیغامونو ته ځواب نه ورکول د لاسوهنې یوه بڼه ده. او موږ عموما د “خلکو له پامه غورځول” عمل بې رحمه او بي اخلاقه ګڼو. مګر ایا هرڅوک زموږ د پاملرنې حق لري؟ يا بايد دهر چا نظر ته خپل ژوند کي اهميت ورکړو؟ ځینې وختونه موږ د خلکو خبرو ته په نه پام کولو سره پر خپل ځان لوی احسان کوو. برسېره پردې، د خلکو خبرو ته پام او توجو نه کول وخت په وخت اړین دي ترڅو زموږ عقل او هوښیارتیا په داسې نړۍ کې چیري چي هرڅه په دوامداره توګه زموږ د توجو او پام اړولو هڅه کوي وساتو. دا ليکنه د خلکو ته د نه پام کولو ګټې لټوي.
که وګورو نن ورځ په يو ډول د نورو خلکو د نظرونو شتون هيڅ کمښت نه لري. لومړی که آنلاین دنيا ته فکر وکړو، موږ د ډیرو خلکو سره مخ کیږو چې ډول ډول فکرونه لري چي اکثرا يي موږ ته نااشنا دي. موږ کولی شو دا نظرونه ومنو اوپه اسانۍ سره پریږدو زموږ په فکر او پریکړه کولو اغیزه وکړي، که څه هم دا تل بد څه نه دی. مګر په هرصورت څومره چې موږ د نورو نظرونه باندي غور او عمل کوو، په خپل داخلي فکر کې ډير کم خودمختاره کیږو. چي دا زموږ داخلي سکون او کاميابی ته سدمه رسوي. په دي اړه امریکایی فیلسوف رالف والډو ایمرسن د خلکو پر هغه تمایل نیوکه کوي چې په خپلو انتخابونو کې په بهرنی نفوذ تکیه کوي. هغه د “پر ځان باور” په نوم مقاله لیکلې او ټینګار یې کړی چې د خلکو داخلي لارښود رڼا او خپل فکر د پریکړې کولو لپاره غوره قطب نما او نقشه ده. هغه استدلال وکړ چې ریښتیني تکمیل، معرفت او حکمت د انفرادیت او داخلي غږ په منلو سره راځي. د هغه په وينا، په خپل باطني غږ باور کول د ښه او اعتماد وړ ژوند لامل کېږي. وايي: هغه څه چې زه یې باید ترسره کړم هغه څه دي چې ما اندیښمن کړي، نه هغه څه چې خلک به څه فکر کوي. دا قاعده، په ریښتیني ژوند او فکري بنه په مساوي توګه ستونزمنه ده. په هرصورت، ایمرسن فکر کوي چې زموږ په اړه د خلکو نظر زموږ د طبیعي او دننه ږغ سره سمون نه لري. د نورو خلکو (په ځانګړې توګه هغه څوک چې موږ ته وايي چې څه وکړو او څنګه ژوند او فکر وکړو) له پامه غورځول موږ ته اجازه راکوي چې خپل داخلي ارمانونه په سمه توګه واورو. ایمرسن دا مني چې یوازې کیدل د بهرنۍ مغشوش کوونکو خبرو او نظرونو د خاموشولو ترټولو اسانه لار ده، مګر هغه استدلال کوي چې ریښتینې ازموینه حتی د خلکو په ګڼه ګوڼه او ټولنيز حالت کي ده. يعني په ټولنيز حالت کي بايد د خلکو خبرو ته پام او غوږ نيول خپل تر کنټرول لاندې ولرو.
موږ نشو کولی دا رد کړو چې ټیکنالوژیک پرمختګ په ډیری برخو کې زموږ ژوند اسانه کړی دی. کله چې د اړيکو او ارتباط خبره راځي، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلک اوس موږ ته په مختلفو لارو لاسرسی درلودلای شي، د پخوانیو وختونو د ليکونو څخه نيولې تر اوسني تلیفون زنګونو، د میسنجر اپ او ویډیو کالونو پورې.که موږ په مختلفو ټولنیزو رسنیو پلیټ فارمونو کې آنلاین شتون ولرو، موږ د هغو خلکو لپاره ډیر د منلو وړ جوړيږو چې موږ سره اړیکه نیسي او يا يو بل تعقيبوو. په داسې حال کې چې زموږ روابط او روزمره اړيکي یو وخت په فزیکي توګه زموږ تر شاوخوا پورې محدود وو. دي ډیجیټلي دورې ټوله نړۍ زموږ تر کوره راوړې. دا سمارټ فون د انسان د بدن په توسیع شوي غړي بدل شوی او د نه ختمیدونکي محرک يا انګيزې په سرچینه اوښتی. شپه او ورځ، دا وسیله پر موږ پیغامونه او خبرتیاوې لکه بمبار اوروي، او موږ ته اجازه راکوي چې په ثانیو کې لامحدود معلوماتو ته لاسرسی ومومو. خو د ډېرو په اند دغه غیرطبیعي او بې سابقې انساني شور د دوی داخلي سکون ګډوډ کړی دی. بده خو لا دا چي ډیرې څیړنې ښیي چې د ټولنیزو رسنیو کارول د رواني ناروغیو يو عمده لامل کيږي. یوه څیړنه چې د متحده ایالاتو د درملو ملي کتابتون کې خپره شوې ښیې چې د ټولنیزو رسنیو ډیر کارول اوس د رواني ناروغيو او ناتوانيو دوهم لوی لامل دی. د ټولنیزو شبکو کارول د اضطراب او نورو رواني ستونزو لکه خپګان، بې خوبۍ، فشار، د ذهني خوښۍ کمښت او د ذهني محرومیت له احساس سره ټینګ تړاو لري. که څه هم موږ د سمارټ فونونو او ټلویزیونونو په بندولو سره د دې ټولو ستونزو او خبرو څخه سترګې پټولای شو چي زموږ سره د داخلي سولې او سکون په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي. مګر شايد بشپړه حل لار دا نه وي. موږ کولی شو د ټیکنالوژۍ کنټرول په لاس کې واخلو. په ټولنيزو رسنيو کي د فعاليت له مخې موږ او تاسي د بي شمیره خلکو سره مخ شوی یو چي سپکاوی يي کړی او بې بنسټه نیوکې يي کړي، کيدای سي ځينې يي زموږ د هڅونې لپاره وي. دا منو چې موږ د سپکاوي او منفي تبصرو څخه اغیزمن شوي یو ځکه چې موږ فکر دا وي، چې خلک به زموږ په اړه څه فکر کوي ، دخپل ځان په اړه د نورو نظر راته مهم وي او اندیښنه ورسره لرو. د دې لیوالتیا سره ستونزه دا هم ده چې موږ په دې باندې هیڅ کنټرول نلرو چې څوک به موږ خوښوي او څوک به مو نه خوښوي. او په دي اړه موږ هيڅ نشو کولای. شايد موږ پر دوی غوسه شو، بحث ورسره وکړو یا د دوی د بدلولو هڅه وکړو. مګر موږ دا هم کولی شو چي دوی له پامه وغورځوو. د خلکو له پامه غورځول اکثرا تر ټولو عاقلانه لاره ده، ځکه چې دا لږ انرژي او لږ پام ته اړتیا لري، او موږ به د یو ستړي دلیل خطر په مغزو کي نه ګرځوو چې هیڅ ځای نشي نیولای. دا بايد ومنو چي هر څه زموږ د ناراضه کيدو او غوسې ارزښت نلري. پاملرنه په دې ورځو کې یو قیمتي څيز ده. ځکه شرکتونه يي د خپل تولید لپاره د علاناتو له لارې لټوي او خلک يې په ټولنیزو رسنیو کې د زيات پام ور اړولو لپاره غواړي. زموږ پاملرنه د دوی سره د پیسو ګټلو کې مرسته کوي، نو د انسان پاملرنه د پیسو معنی لري. او موږ ډیری يي ډير پر نه څه ضایع کوو. موږ دا پاملرنه احمقانه تلویزیوني خپرونو ته ورکوو ، يا پر داسي بې معنی څه مصرفو چې هیڅ ځای نه نیسي، موږ په انسټاګرام کې داسې خلکو ته څارو چې حتی خوښوو يي هم نه او په ليدو يي د خپګان احساس کوو ځکه چې د دوی ژوند زموږ په پرتله خورا بریالي او ښکلی دی. هرڅومره چې موږ په نورو تمرکز کوو، هومره لږ موږ کولی شو په خپل وخت او توجو په هغه شیانو مصرف کړو چې زموږ لپاره مهم دي. زموږ خپل د خوبونو او ارمانونو لپار څه؟ زموږ د تخلیقي تعقیبونو په اړه څه؟ دا شیان قرباني غواړي. دوی موږ ته اړتیا لري چې لږ تر لږه د یو څه وخت لپاره ځان له خلکو څخه جلا کړو، ترڅو موږ دوی ته خپل بې ساري پاملرنه وکړو. موږ نه غواړو چې څوک مو په کار کې مداخله وکړي، ځکه چې هر ډول تعامل مو په تمرکز اغیزه کوي. موږ یوازینی اشخاص نه يو چې د خپلو تخلیقي اهدافو لپاره د خلکو خبرو د پامه غورځولو ځواک کاروو. خپل تاریخ مو په داسي څیرو ډک دی. اروښاد عبدالحی حبيبي چي د ورځي ټوله نيمه برخه يي په ادبياتو کي په څيړونه مصرفول، او همداسي خوشحال خان خټک يا په نړيواله سطحه نیکولا ټیسلا چې د ځمکې ماتونکي ټیکنالوژۍ اختراع او موندلو لپاره یې په انزوا کې کار کاوه. او راځئ چې نوح ع کيسه هیر نکړو چا چې د شک او ترديد څخه سترګې پټې کړې او د خدای لخوا ورکړل شوی دنده یې بشپړه کړه. لکه څنګه چې یادونه مو وکړه، ټولنیز رسنۍ عموما د نورو سره د اړیکو لپاره یو سطحي لاره ده. یو څوک کولی شي په زرګونو څارونکي او اړیکې ولري مګر حتی یوه معنی لرونکي ملګرتیا هم ونه لري. موږ د دې حقیقت سره هم مخ یو چې خلک ډیری سطحي “افلاین” اړیکې لري مګر ژور اهمیت نلري. د دې پر ځای چې یو څو کسانو ته توجه وکړي، خپل پام یې ډېرو خلکو ته اړولی دی. دا ډول تنوع د پانګې اچونې په څیر شیانو سره ښه کار کوي، مګر ایا دا واقعیا ګټوره ده چې د ټولنیز ژوند په اړه خبرې کوو؟ البته، دا په هغه څه پورې اړه لري چې موږ یې په لټه کې یو. په هرصورت، مشهور فیلسوف ارتور شوپنهاور په حقیقت کې خلک واټن او يوازېتوب ته هڅول. هغه یو بدبينه و چې د انسان اړیکې يي د زيږګي د ازغي لرونکو پوست سره پرتله کړي. چي وايي که موږ ډیر نږدې شو موږ ممکن د یو بل له تودوخې څخه خوند واخلو، مګر موږ به په يو بل خپل تيره او تيز ازغي هم ښخ کړو چي د شديد درد لامل مو کيږي. که فکر وکړو د هغه په مشابهت کې واقیعت شتون لري، نږدې اړیکې خورا ارزښتناکه کیدی شي. اما که موږ له خلکو سره ژورې اړیکې رامینځته کول غواړو، په اړیکو کي بايد باور، ملګرتیا، زغم، دوه اړخیزه منل او وده شامله وي د ددي لپاره موږ باید غوره ملګري انتخاب کړو. که موږ هڅه وکړو چې د هرچا سره ملګري شو، نو دا تقریبا ناممکن دی چې معنی لرونکي اړیکې رامینځته کړي. موږ به دومره وخت او پاملرنه ونه لرو چې د ټولو سره نږدې اړیکې ولرو. نو، د حل لاره څه ده؟ د حل لار داده چي هر چا ته ډير اهميت او پام ونکړو. ډیری خلک له پام ايستل موږ ته اجازه راکوي چې لږ شمير خلکو ته محدود شو. که څه هم کيداي شي پر خلکو سترګې پټول تل ترټولو دوستانه چلند نه وي مګر په نهایت کي دا زموږ حق دی چې موږ څنګه له دوی سره اړیکه نيسو او خپل پام ورته جلبوو. زموږ پاملرنه د ارزښت وړ ده. ځکه چي همدا زموږ پام او توجه ده چې زموږ د ژوند کیفیت او احساسات ټاکي. له همدې امله به ځيني وخت بریښنالیکونه او پيغامونه د یو څه وخت لپاره بې ځوابه پریږدو، ټولنیزو رسنی به نفوذ کونکو او منفي ګرا خلکو ته پریږدو په هرصورت هغه څه ښه يي ويل چي: “ناپوهي نعمت دی.”