دوشنبه, مې 20, 2024
Home+ اروپا ته د چين د مشر سفر او د اوکراين او منځني...

 اروپا ته د چين د مشر سفر او د اوکراين او منځني ختیځ مسئلې

جان روان ځاځی

د چين دولت رئيس شي جين پینګ د مې په پنځمې نېټې اروپا ته په ۵ ورځني رسمي سفر تللی او له فرانسې، سربيا او هنګري څخه یې لېدنې کړې دي.

 نوموړي د خپل سفر په لومړي تمځای پاریس کې له خپل فرانسوي سیال او نورو اروپايي چارواکو سره کتلي او پر خپلمنځي اړيکو او څو نړيوالو مسئلو یې ورسره خبرې کړې دي.

د چين او فرانسې سیالانو د منځني ختيځ د وضعيت، بيولوژيکي تنوع، مصنوعي ځيرکتيا او کرنې په اړه څو ګډې اعلاميې خپرې کړي او اړوندو ادارو يې د اقتصاد، ماليې چارو، ايکولوژۍ، هوايي چارو، کرنې او کلتور په شمول څو برخو کې همکاريز سندونه لاسليک کړي دي.

معمولاً د چين او لوېديځو هېوادونو ترمنځ ناندرۍ روانې وي، خو پدې وروستيو کلونو کې د چين او فرانسې ترمنځ اړيکې په ښه لوري روانې دي او د فضايي چارو، هوايي چلند، اټومي انرژۍ، کرنيزو محصولاتو او زرغون پرمختګ په ګډون يو شمېر برخو کې يې همکاريو پرمختګونه موندلي دي.

شي جين پينګ د فرانسې لي فیګارو ورځپاڼې کې يوه لیکنه خپره کړې، چې منځپانګه یې د چين او فرانسې په اړيکو ورټوله ده، خو په څنډو کې یې د اوکراين او فلسطین مسئلو ته هم اشارې کړې دي.

د اوکراين کړکېچ

لوېديځ هېوادونه او په تېره بیا امريکا د اوکراين کړکېچ له پېښېدو راهیسې چين د روسیې خواخوږی او ملاتړی بولي او کله کله پرې روسیې ته د تجهیزاتو د ورکولو تورونه هم پورې کوي.

چين معمولاً د امريکې تورونه رد کړي او برعکس یې هغه تورنه کړې، چې د اوکراين کړکېچ ته لمن وهي او په اور تېل پاشي او وسلې ورليږي.

بېجينګ څو څو ځلې پر واشنګټن غږ کړی، چې د اوکراين کړکېچ په هواري کې دې رغنده رول ولوبوي او د خپلو تصديو وسلې او تجهيزات دې اوکراين ته نه ليږدوي.

شي جين پينګ په دغې لېکنې کې ويلي، چې د اوکراين کړکېچ پر ټولو اروپايي هېوادونو سیوری غوړولی او اروپايانو ته یې زیانونه رسولي دي.

 نوموړي د اوکراين کړکېچ له ښکېلو خواوو غوښتي، چې د ملګرو ملتونو منشور، اصول او موخې مراعات کړي، د ټولو هېوادونو حاکميت او د خاورو بشپړتيا ته دې درناوی ولري او روان کړکېچ دې په خبرو پای ته ورسوي.

د فلسطین مسئله

د فلسطين مسئله په منځني ختیځ کې تر ټولو پېچلې او تاوجنه ده او د دې سیمې ډېرې نادودې ورپسې تړلې دي.

که په منځني ختیځ کې د فلسطین مسئله حل او د يوه خپلواک هېواد حیثیت ورکړل شي، نو د دې سیمې ډېرې مسئلې ورسره حل کېدای شي، خو اسرائیل او ملګري هېوادونه یې تیار نه دي، چې په منځني ختیځ کې یو خپلواک فلسطين ومني.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېر اپرېل په پای کې په دغه سازمان کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب په موخه د پرېکړه‌ لیک مسوده رایې ‌اچونې ته وړاندې کړه، خو امريکا وېټو کړه، چې له امله یې دغه مسوده له تصویبه پاتې شوه.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس د امریکا ويټو «بې عدالتي، بې اخلاقي او نه توجیه‌ کېدونکې» وبلله.

که څه هم يادې مسودې ته بریتانیې او سویس هم مخالفې رایې ورکړې وې، خو هغوی دومره اغېز نه کاوه، ځکه دغه هېوادونه د امنيت شورا دايمي غړي نه دي او د وېټو حق نه لري.

که کومه مسوده د امينت شورا له ۱۵ غړو ۹ رايې واخلي، نو تصویبږي، خو امريکې، چې د امنيت شورا دایمې غړې ده، ياده مسوده ويټو کړه.

امنيت شورا ۵ دایمي غړي هېوادونه(امريکا، چين، روسيه، فرانسه او برېتانيا)  لري، چې هر یو یې د ویټو حق لري.

امنيت شورا څه موده مخکې د اسرائیل او فلسطين ترمنځ د اوربند د پرېکړه لیک مسوده غړیو هېوادونو ته وړاندې کړې وه، چې امریکې بیا هم د وېټو حق وکاروه او په غزې کې یې د اوربند مخه ونیوه.

ياد پرېکړه لیک ته د امنیت شورا له ۱۵ غړو ۱۳ یې مثبتې رایې ورکړې وې، برېتانیې ممتنعه يا سپينه رايه، خو امریکې وېټو کړې وه.

شي جين پينګ په يادې لیکنې کې د فلسطین او اسرائیل ترمنځ روانې شخړې ته هم اشاره کړې او د دې مسئلې بنسټیز حل یې د یو خپلواک فلسطين جوړيدل بللي دي.

د نړۍ ګڼو هېوادونو اسرائيل غندلی او ځينو يې ورسره اړيکې غوڅې کړې دي.

جنوبي افريقا اسرائيل په نسل وژنې تورن کړي او اړيکې يې ورسره ځنډولې دي او کولمبيا بيا ورسره ټولې اړيکې پرې کړې دي، خو اسلامي او په تېره بيا هغه اسلامي هېوادونه، چې له اسرائيل سره ډيپلوماتيکې اړيکې لري، چوپه خوله دي او کله کله کوم يو پکې پښې ودربوي، نور په عامه اصطلاح خېر وخيرت دی.

د چين او فرانسې مشرانو د منځني ختیځ پر وضعيت بحث کړی او په اړه يې يوه ګډه اعلاميه خپره کړې ده.

دوی د غزې پر جنوبي رفح ښارګوټي د اسرائيل له بریدونو سره ټينګ مخالفت کړی او په غزې کې يې دوامدار اوربند، خلکو ته یې په لويې پيمانې د بشري مرستو رسول او د ملکي وګړيو خونديتوب د اوسمهال مهمې او بېړنۍ دندې بللې دي.

دواړو سیالانو د اسرائيل هغه تګلاره غندلې، چې له مخې يې د نړیوال قانون خلاف د فلسطينيانو په نېول شوې خاورې کې استوګنځايونه جوړوي او له اسرائيل یې غوښتي، چې اړوند سياسي بهير بيا پيل او د دوو هېوادونو پلان پلی کړي.

شي جين پينګ د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د تاوتريخوالي اساسي لاملونه د ملګرو ملتونو د پرېکړو نه پلي کېدل، د دوو هېوادونو لایحې د بنسټ ويجاړول او د منځني ختيځ د سوله يیز بهیر پر لارې ګام نه پورته کول ياد کړي دي.

    شي جین پينګ د مې په ۷ مې نېټې سربيا ته رسیدلی.

 امريکايي جېټ الوتکو ۲۵ کاله وړاندې په همدې نېټې يعنې د ۱۹۹۹م کال د مې په ۷مې نېټې په بلګراد کې د چين پر سفارت ۵ بمونه وغورځول، چې له امله یې د سفارت ودانۍ اور واخېست او ۵ چيني وګړي پکې ووژل شول.

امريکې همغه وخت له چين څخه بښنه وغوښته او دا بريد يې يوه تېروتنه وبلله.

شي جين پينګ سربیا ته له روانېدو يوه ورځ مخکې د دغه هېواد په يوې ورځپاڼې کې ليکنه خپره کړې او یادې پېښې ته يې هم پکې اشاره کړې ده او په ټکو يې، چينايان سوله خوښي دي او په هیڅ صورت به پرېنږدي، چې ورته تاريخي تراژيدي بیا تکرار شي.

    د چين دولت رئيس او د اروپايي ټولنې مشرانو په خپلمنځي اړيکو او د اوکراين، فلسطين او ايران پر مسئلو خبرې کړي او په ظاهره يې ښه پایله ښودلې ده، خو دا هم يو حقیقت دی، چې پر اروپايي هېوادونو د امريکې سیوری شته او ښايي د ډېرو خبرو اجازه ور نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب