دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار په بټي کوټ کې د طالبانو او ځایي کوچیانو نښته...

د ننګرهار په بټي کوټ کې د طالبانو او ځایي کوچیانو نښته او مرګ ژوبله

تاند ( جمعه، د ثور ۲۱مه) د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ د درېیم فارم په سیمه کې د طالبانو او ځايي کوچیانو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.

د طالبانو د اطلاعاتو فرهنګ یوه ځایي مقام عرفات مهاجر ویلي، چې شخړه پرون هغه مهال رامنځته شوه چې طالبانو له خلکو د کورونو د تخلیې غوښتنه وکړه.

طالب چارواکي دغه ځمکه دولتي بولي او غواړي چې د ګمرک تاسیسات ور پراخ کړي، خو ځایي اوسېدونکي چې کوچیان بلل شوي ادعا کوي چې ځمکه د دوی ده او اسناد یې هم لري.

پرون د همدې شخړې او مظاهرو له کبله د جلال اباد-تورخم لاره هم بنده وه.

په شخړه کې وژل شوی یو تن طالب چارواکی او نور ځایي معترضان بلل شوي دي.

تېره اونۍ په بدخشان کې د طالبانو او ځایي اوسیدونکو ترمنځ د کوکنارو د اړولو پر سر شخړه کې دوه تنه ملکیان وژل شوي وو.

طالب چارواکو د پېښې د څېړنې په تړاو څه نه دي ویلي.

د طالبانو واکمن رژیم د دوی پر وړاندې له اعتراض پرته هم د خلکو پر وړاندې په ظالمانه چلند او د بشري حقونو په پراخ نقض تورن دی، خو دا ادعاوې بې اساسه ګڼي.

13 COMMENTS

  1. وه طالب ته خو اوس حکومت یې. د لنډغرو غوندې په توپک لانجې مه حل کوه. که په چا قانوني اعتراض لرې،جلب يې کړه. پرون دې بدخشان کې خلک ووژل،نن دې ننګرهار کې توپک نیغ تیغ کړ ستا عقل لکه چې ضربه ضربا خراب کړی دی.

  2. هر هغه څوک چی دقانون څخه سر غړوی باید وځپل شی دا د یو دولت قانونی حق دی چی قانون ماتوونکی ته سزا او قانون په ټولو یو شان تطبیق شی .دا خلک دا څلوېښت کاله په ګډوډیو او قانون ماتولو اموخته شویدی

  3. که چیری یو څوک په اروپا یا امریکا کی د پولیس خبرو ته غوږ نه نیسی او هغه څه چی پولیس دقانون مطابق هغه ته سپارښتنه کوی او نوموړی شخص یی نه منی بیا یی سر تر کندو لاندی کوی تر څو دقانون زور او تطبیقولو ته آرامه غاړه کیږدی.زموږ خلک دقانون په ماتولو ځان ته غیرتی وایی غیرتی هغه څوک دی چی په ټولنه کی خپل او دبل حق وپیژنی

  4. د سرفراز ورور خبره بالکل سمه ده خو ستونزه دا ده چی نن سبا ” قانون ” یوه شخصی سلیقه ده او د شخصی سلیقې اِعمال خپله د عمومی او مدنی قوانینو خلاف کړنه ده.

  5. که د دوستانو په یاد وي تیره اونۍ سیاف ټرلیبانو ته په خطاب کې ویلي وو، چې ځانونه او هیواد به خراب کړي ( البته دا موثق الفاظ نه وو، خو لنډ مطلب یې اخطار وو). لوستونکو د سیاف خبري په کنځا ، سپکو او سپورو بدرګه کړئ. ما ولیکل چې، احساساتي برخورد ندئ په کار، د سیاف د خبرو تل او سیاق
    ته په کتو داسې ښکاري چې کومه لوبه روانه دئ. ما دا هم وویل چې د سیاف د شخصیت په هکله لوستونکو خپل نظریات شریک کړل ، خو تر کومه چې زه سیاف پیژنم هغه ٥٠ کاله د سیاست او استخباراتي معاملاتو بازار کې دوکانداري کړي او باید د دغو دوکاندارانو خبري له پامه و نه غورځول سئ.

  6. کوچیانو خو په ټولو ولایاتو کې دښتې او بیابانونه غصب کړي او ځایي خلک یې پخپلو مځکو وژلي. داسې خو هم نه کیږي چې هر ځای رمه بوځې هغه ځای باندې دعوه وکړې او بیا مالچر خط یا جعلي سند وښایې چې دا مې حق دی. په همدې ننګرهار کې کوچیانو د مهمندرې خلکو ځمکې، د چپرهار، شینوارو او هر بل ولایت کې ځمکې غصب کړي. پخوا بې د طالب او داعش پنوم غصبولې او اوس د مجاهد په نوم چې جهاد یې کړی. کوچيتوب باید نور ختم شي او دوی باید خپلو اصلي ولایاتو ته ولیږل شي. اکثر کنګل او ازرکي دي.

  7. د کوچیانو له نامه څخه په ګټه اخیستو ځینو وګړو په واقعیت سره د ځمکو د غصب تر څنګ په جرمونو لاس پورې کړئ. له کوچیانو ټول خلک په تنګ دئ. دا کوچیان باید خپلو ولایتونو ته ستانه سئ تر څو نور د کوچي ټوب په نامه دوکانداري نوره ختمه سئ.

  8. لوپړه!
    پر پلار او مور او ټول انګلوساکسونی بادارانو دی لعنت شه.
    که غیرت لرې نو خپل اصلی هویت دی ولیکه.
    امًا
    متعصب او احمق پښتون هومره د کرکی او نفرت وړ دی لکه غربی نژاد پرست او افراطی او مزدور مسلمان! چی د کرکی او نفرت وړ دی.

  9. د حقیقت نه ولې سترګې پټوئ دا د فارمونو مځکه دولتي ده او کوچي پخوا د شمالي او زرداد په نوم نیولې وه بیا د طالب په نوم بیا د احمدزي اشرف غنی د نوم نه استفاده کیده. کوچي د دولتي نه علاوه د خلکو شخصي ځمکې هم نیولي او خلک یې پرې وژلي. هسې یو بل ته اخطارونه مه ورکوئ چې هویت دې وښایه دلته هم زور ښکاره کوې چې څوک یې که دا هویت درته څوک وهم ښايي هیڅ کولی نشې هسې ډوزې مه ولئ حقیقت ووایی.

  10. کوچي ته مه د خپل کلي ځمکه ورکوئ،مه يې دولتي خمکه کې پریږدئ نو چیرته لاړ شئ؟؟؟؟ ظلم مه کوئ.

  11. اهمه خبره دا ده چي کار اهل ته یی سپارل شوی ندی نو ځکه د خبری ،څیړنی او غوره حل پر ځای ، ښکرور هغه څه کوی چي د پاکستان او ایران پولیسو له افغانانو سره داسی ظالمانه او جاهلی تعامل سابقه نلری ، فکر کوم چي دا وحشیانه تعامل سابقه ملیشه قوماندان شرعی جوزجانی مروج کړی،خپله جاهلی طبع یی پر وزارت تحمیل او هر څه یی ملوث او نتیجه یی خونریزی ،د کورونو ورانول او پر عودت کوونکو نور بی کوره ور زیاتول دی،کاملا جاهلی روش .
    دا جناب د ځانه حمارشاه جوړ کړی ؛نه اهل کار ته ضرورت لری ،نه قانون او نه انسانی روش ته.
    اوس چي ملت له غصب وظایف ، غربت او قلت کار سره مواجه دی نباید فقط مصیبتزایی ته ټوله پاملرنه وقف شی ،حکامو ته حکمت ،تدریجی اصلاحات او د فساد جرړی پیژندل ،عندالموقع مناسب اجراات لازمی دی او د اصلی عواملو پر ځای د خلکو کورونه ورانول او وژل یی له ایمان او انسانیت سره شدید ټکر لری.

  12. د کوچي خپل ولایتونه معلوم دي یا د لوګر د ازرې دي یا د پکتیا د منګلو، نر غوندې دې د هر ولایت په دښتو او مالچرځایو کې رمې څروي خو چې کله د خلکو خپلې مځکو ته اړتیا وي نو دوی دې هم مهرباني وکړي ځي دې نه دا چې د کیږدۍ پر ځای قلعه جوړه کړي او خلک په خپله مځکه وژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب