Homeخبرونهد ۳ میلیونه خوارځواکۍ ځپلو افغان ماشومانو لپاره د مرستو له کموالي...

د ۳ میلیونه خوارځواکۍ ځپلو افغان ماشومانو لپاره د مرستو له کموالي شکایت

تاند ( جمعه، د ثور ۲۱مه) د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د خوارځواکۍ ځپلو افغان ماشومانو لپاره د مرستو له کموالي شکایت کړی.

دغې ادارې ویلي، په افغانستان کې په خوارځواکۍ د هرو درېیو اخته ماشومانو له ډلې یوازې د یوه ملاتړ کولی شي.

د خوړو نړیوال پروګرام نن په خپله ایکس شبکه کې لیکلي، چې د بودجې د کموالي تر ټولو دروند بار د ماشومانو پر اوږو راځي.

سرچینې دا هم ویلي، دا مهال په افغانستان کې  شا و خوا ۳ ملیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

ګومان کېږي، چې واقعي شمېر ښايي تر دې زیات وي. ملګرو ملتونو ویلي، دا مهال په افغانستان کې په هرو سلو کسانو کې ۴۷ یې د بقا لپاره بشري مرستو ته اړ دي.

تازه، د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان ۲۳،۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او دغه هېواد د نړۍ تر ټولو ناوړه بشري ناورین ځپلی هېواد دی.

د طالبانو د رژیم د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر هم منلې، چې میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

طالب چارواکو مخکې، په افغانستان کې د بشري ناورین په تړاو خبرونه د دوی خلاف تبلیغات ګڼل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...