سه شنبه, مې 21, 2024
Home+په افغانستان کې د ناورین ورځني یادښتونه

په افغانستان کې د ناورین ورځني یادښتونه

عبدالوهاب مومند
 د کتابونو بازار ته تازه چاپ شوی اثر!
 په افغانستان کې د ناورین ورځني یادښتونه؛ په کابل کې اکسوس کتابپلورځي په ښه صحافت او کیفیت د چاپ په ګاڼه سمبال کړی دی.
 د یاد کتاب لیکواله اغلې لیډي سېل ده چې پښتو ته ښاغلي عتیق ځاځي ژباړلی دی. دغه کتاب یوه سریزه، اخریزه او ۳۲۰ مخونه لري.
دا یادښتونه د هغو ورځو له حادثو خبرې کوي، کوم چې زموږ په تاریخ کې د (افغان – انګلیس) لومړۍ جګړې (۱۸۳۹ – ۱۸۴۲م) په نوم ثبت شوي دي؛ ځکه نو د دې یادښتونو لیکواله میرمن سېل د دې یادښتونو مجموعې ته (په افغانستان کې د ناورین) عنوان ورکړ. کوم چې هغه مرحله واقعاً د برتانیا مغرورې امپراتورۍ ته یو نه هېرېدونکی ناورین هم وو، ځکه د دې ټول پوځ د کابل او جلال اباد په لاره کې د افغانانو په لاس تباه کړل شو. د ټول پوځ څخه یوازې یو کس ژوندی پاتې شو، هغه هم په داسې زخمي حالت کې جلال اباد ته ورسېد چې د رسېدو سره سمدلاسه له آسه ولوېد او مازې یې دومره وویل چې ټول تباه شول! دا سړی ډاکټر برایډن نومېده… نور مطالب په کتاب کې لوستلی شئ!!
هېره دې نه وي له نوموړي اثر څخه وړاندې د ښاغلي عتیق ځاځي (ستر سکندر او یونانیان د ننني افغانستان په سیمه کې) هم خپور شوی دی. د اکسوس خپرندویه ټولنې په حواله «افغانستان کې د ناورین ورځني یادښتونه» نومې اثر د افغانستان مشهورو کتابپلورځیو کې موندلی شئ او نږدې ورځو کې به پېښور – کوټې ته هم ورسي.
 درنښت

2 COMMENTS

  1. دا کتاب له دې نه وړاندې هم چاپ شوی و. په پښتو ژبه کې ( د پښتنو یرغل) او په دري کې( شبخون افغان) نوم ورکړل شوی و. دری ژباړن یې عبدالرشید بیغم و. په هرحال دا ډیر ښه کتاب دی، ډیر تاریخي معلومات په کې خوندې دي.

  2. په زړه پورې کتاب دی له ژباړن څخه یې مننه د ده د لا بریا په هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب