Homeخبرونهمشهور شاعر اکمل لېونی وفات شو

مشهور شاعر اکمل لېونی وفات شو

تاند (۵ شنبه، د ثور ۲۰مه) د پښتونخوا مشهور شاعر او فرهنګي فعال اکمل لېونی، چې د کتابونو په بنجاري هم مشهور و، د ۷۷ کلونو په عمر وفات شو.

مرحوم لېونی د مردان اوسیدونکی او د خدایي خدمتګارو تحریک له متعهدو شاعرانو څخه و، چې د پښتنو د ویښتیا لپاره یې قلمي او عملي مبارزه کړې وه.

د پښتو مشهور شاعر رحمت شاه سایل، د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان او ګڼو نورو مشهورو څېرو د هغه مړینه ضایع ګڼلې او د خدمتونو ستاینه یې کړې ده.

ارواښاد لېوني د خوارۍ مزدورۍ تر څنګ د پښتونخوا او افغانستان بېلابېلو سیمو ته کتابونه هم د خرڅلاو لپاره وړل، چې له دې امله د کتابونو په بنجاري مشهور شوی و.

هغه په وروستیو کلونو کې له غربت او د پښتورګو له ناروغۍ ځوریده، چې ورسره د نه مرستې له امله فرهنګي کړۍ او پښتانه فرهنګپال نیوکو سره مخ شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د ٬٬ کیسو خبرې،، کتاب چاپ شو

د مازدیګر کتاب خپرندویه ټولنه وایي د ایمل پسرلي کتاب د کیسو خبرې یې چاپ کړی دی. دا کتاب چې په ۲۰۸ مخونو کې...