دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهافغانستان د ۲۳،۷ میلیونه اړمنو په لرلو تر ټولو ناورین ځپلی هېواد...

افغانستان د ۲۳،۷ میلیونه اړمنو په لرلو تر ټولو ناورین ځپلی هېواد دی

تاند (۵ شنبه، د ثور ۲۰مه) د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان ( ای او ایم) په یوه تازه راپور کې ویلي، چې افغانستان لا هم د ۲۳،۷ میلیونه اړمنو خلکو په لرلو د نړۍ تر ټولو ناوړه بشري بحران ځپلی هېواد دی.

د دغه سازمان په یوه تازه راپور کې راغلي، چې د افغانستان د نفوس ۵۲ سلنه یې تراتلسو کلونو کم عمره جوړوي چې په ټکو یې دا په نړۍ کې د ځوانانو له پلوه د یوه هیواد ترټولو زیات نفوس دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان ( ای او ایم)  اټکل کوي چې په روان ۲۰۲۴ م کال کې به د افغانستان نفوس ۴۴،۵ ملیون تنوته ورسیږي چې پنځه کاله مخکې ۳۶،۸ ملیونه و.

په راپور کې دا هم راغلي دي چې اقلیمي بدلون په افغانستان کې وچکالي زیاته کړې او د سیلابونو لامل شوي دي چې له امله یې معیشت له ګواښ سره مخ شوی دی.

ای او ایم دغه شان ویلي چې په تېر ۲۰۲۳ میلادي کال کې د افغانستان درې په څلورمه برخه کلیوالي سیمې له سختې وچکالۍ او له شلو زرو ډېر افغانان د سیلابونو له امله اغېزمن شول او نږدې دوه میلیونه خلک په هغه سیمو کې ژوند کوي چې د سیلابونو له امله به ډېر اغیزمن شي.

د کډوالو نړیوال سازمان همدارنګه ویلي، چې په افغانستان کې د ننه پرپخوانیو بې ځایه شویو سربیره، سږکال به له ۹۰۰ زره زیات نور کسان هم په دې هیواد کې له خپلو سیمو بې ځایه شي.

طالب چارواکو په مشخص ډول دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو پرون یې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د سرې میاشتې اړوند یوه غونډه کې ویلي چې میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب