پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد بدخشان د پرونۍ چاودنې مسوولیت داعش ډلې منلی

د بدخشان د پرونۍ چاودنې مسوولیت داعش ډلې منلی

تاند (۵ شنبه، د ثور ۲۰مه) د بدخشان په مرکز فیض اباد کې د طالبانو د موټرو پر کاروان د پرونۍ چاودنې مسوولیت د داعش یا اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې په غاړه اخیستی.

دغې ډلې په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د طالبانو د ځواکونو د هدف ګرځولو لپاره یې چاودیدونکي مواد په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای کړي وو.

په بدخشان کې د طالبانو امنيې قوماندانۍ ويلي وو چې د فيض اباد ښار د جوزګون په سيمه کې د چهارشنبې په ورځ غرمه مهال د ماين په چاودنه کې درې طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

خو په بدخشان کې محلي سرچینو ویلي، چې په دې پېښه کې اووه کسان وژل شوي او څوارلس نور ټپیان دي.

دغه چاودنه د طالبانو د موټرو هغه کاروان په نښه کړ چې د کوکنارو د پاکولو لپاره روان وو.

دا چاودنه تر هغې ناندرۍ وروسته وشوه، چې د بدخشان په یو شمېر ولسوالیو کې د طالبانو د کوکنار اړوونکو ځواکونو او ولسي خلکو تر منځ رامنځته او څو ولسي وګړو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

طالب چارواکو پرون د دې ناندرۍ د حل و فصل خبر ورکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...