Homeخبرونهنامعلومو وسله والو په بلوچستان کې ۷ سلمانیان ووژل

نامعلومو وسله والو په بلوچستان کې ۷ سلمانیان ووژل

تاند (پنجشنبه، د ثور ۲۰ مه) پولیس وايي چې نن سهار وختي وسله وال کسان په ګوادر کې یوه کور ته ننوتل او هلته یې پر ۷ تنو سلمانیانو، چې په خټه پنجابیان وو، ډزې وکړې.

پولیس وايي، فکر نه کوي چې دا کسان په دې خاطر وژل شوي وي چې سلماني یې کوله، بلکې په دې خاطر وژل شوي چې پنجابیان وو.

تراوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ او همداراز نورې بلوچ بیلتون غوښتونکې جبهې عموماً پر پاکستاني پوځیانو د حملو مسوولیت په غاړه اخلي.

تر دې وړاندې د اپریل په ۱۲ مه د ایران په پوله کې تفتان ته له یوه روان بس څخه ۹ پنجابي کارګر کښته شوي او وروسته وژل شوي وو خو د هغو د وژلو مسوولیت بلوچ بیلتون غوښتونکو ومانه او ویې ویل چې دا کسان استخباراتي مامورین وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...