دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهمولوي کبیر: میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

مولوي کبیر: میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

تاند (۵ شنبه، د ثور ۲۰مه) سره له دې، چې یو شمېر طالب چارواکي د بشري مرستو د اړتیا او د خلکو د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه وخت پر وخت د نړیوالو ادارو د څرګندونو د کم ارزښته ښودلو هڅې کوي؛ خو تازه د دوی د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر منلې چې میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

هغه په کابل کې د سرې میاشتې د رضاکارانو په درناوي یوې غونډې ته دا خبره کړې، خو نور جزییات یې په اړه نه دي ورکړی.

مولوي کبیر دغه راز پر امریکا نیوکه کړې، چې له پرځیدلي جمهوري نظام څخه افغانستان بانک ته ورپاتې شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره زېرمه یې کنګل کړې او دوی ته په نه سپارلو یې د ده په وینا، وضعیت پېچلی کړی.

دغه طالب مقام د خپل رژیم لخوا د اقتصادي وضعیت د ښه کولو د هڅو ادعا کړې، خو ویلي یې دي چې له دې سره بیا هم د بشري مرستو اړتیا شته او سرې میاشتې اداره په دې برخه کې مهم رول لري.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره وخت پر وخت راپورونه  خپاره شوي، چې د افغانستان ګڼې برخې او په سر کې اقتصادي سکتور سخت زیانمن شوی او شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د طالبانو زیات شمېر چارواکي بیا په دې اړه د نړیوالو ادارو راپورونو ته ضدو نقیض غبرګونونه څرګندوي او ډېر ځله هڅه کوي چې د اقتصادي وضعیت د خرابوالي موضوع دوی ته له جمهوري نظامه په میراث باتې ستونزه وګڼي.

1 COMMENT

  1. هغه ۴۰ میلونه ډالر چې هره هفته امریکا درکوي هغه چیرته ځي؟ د ګمرکونو عایدات چرته ځي؟ د ټول افغانستان په کانونو مو لوټ تالان شروع کړی د هغې ګټه چیرته ځي؟ د میخې بچیه د امریکا او پاکستان مشترک جاسوس او غلامه ددغو پوښتنو ځواب راکړه مشکل حل دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب