دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهپه لندن کې افغان کډوالو رونډا ته د لېږل کېدو په اعتراض...

په لندن کې افغان کډوالو رونډا ته د لېږل کېدو په اعتراض کې لاریون وکړ

تاند (پنجشنبه، د ثور ۲۰ مه) لسګونو افغان پناه غوښتونکو په لندن کې روانډا ته د پناه غوښتونکو د لېږلو په اعتراض کې لاریون وکړ.
 
دوی پرون (چهارشنبې) د بریتانیا د پارلمان مخ ته راټول شول او غوښتنه یې کوله چې باید روانډا ته د کډوالو د لېږلو په پرېکړه کې شامل نه شي، ځکه روانډا د دوی لپاره خوندي ځای نه دی.
 
د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو یو شمېر ادارو له انتقادونو سره- سره د بریتانیا پارلمان شا و خوا دوې اوونۍ مخکې اعلان وکړ چې روانډا ته یې د پناه غوښتونکو د لېږلو لایحه تصویب کړې ده. د دې پرېکړې پر اساس، د هغو کډوالو چې په غیرقانوني ډول بریتانیا ته تللي، تر هغو چې دوسیې یې څېړل کېږي، په روانډا کې اوسي.
پرون بریتانیايي رسنیو وویل چې حکومت یې له عراق سره هم په خبرو بوخت دی چې یو شمېر کډوال دغه هیواد ته واستوي.
 
روانډا به په پیل کې شا و خوا ۵۷۰۰ پناه غوښتونکي ومني. په پام کې ده په راروانو شپږو اوونیو کې روانډا ته د هغو  افغان پناه غوښتونکو لېږل پیل شي، چې د بریتانیا حکومت «غیرقانوني پناه غوښتونکي» بللي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب