دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد خپل رژیم مخالفانو ته د ملا یعقوب پيغام او خبرداری

د خپل رژیم مخالفانو ته د ملا یعقوب پيغام او خبرداری

تاند (شنبه، د قوس ۱۱ مه) له افغانستانه بهر د طالبانو پر ضد د دوی د مخالفو څېرو د تحرکاتو له زیاتیدو سره، د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په یوه وینا کې خپلو مخالفانو ته خبرداری ورکړ چې د دوی خلاف هڅې به یې پایله ورنه کړي؛ بلکې تاوان به ورته وکړي.

یعقوب مجاهد خپلو دغو مخالفانو ته له کوم مشخص وړاندیز پرته وویل چې هېواد ته ستانه او د دوی د ځواکونو او رژیم ملاتړ وکړي.

د ده په وینا، د طالبانو مشر خپلو مخالفانو ته عفوه کړې او ځواکونه یې د هغوی امنیت ساتلو ته ژمن دي.

طالب وزیر خپل مخالفان په بلواګرۍ تورن کړل، خو زیاته یې کړه چې د دوی ځواکونه پياوړي دي او چا ته د مخالفو حرکتونو اجازه نه ورکوي.

د یعقوب مجاهد په وینا کې د دوی مخالفانو سره د خبرو او روغې جوړې په اړه کومه خبره نه وه.

د طالبانو منتقدان بیا دوی تورنوي چې پر پخوانیو جنګسالارانو او مفسدو څېرو د تبصرو پر ځای باید ملت ته ځواب ووایي او ورسره خبرو ته کېني.

د دوی په باور، طالبان باید د واک له انحصار او ملاییزم څخه لاس په سر، د نجونو، ښځو او ټولو افغانانو تعلیمي- سیاسي او نور حقونه تامین او د یوه قانونمند او منتخب نظام د جوړیدو لپاره اساسي ګامونه واخلي.

په وروستیو کې د طالبانو یو شمېر مخالفې څېرې په روسیه او تاجیکستان کې د څو غونډو پر مهال د دوی خلاف توندې خبرې وکړې او ګواښونه یې ورته وکړل.

1 COMMENT

  1. دا ټول ملامت همدا ملایان دی دو که دحق په نوم مبارزه شروع کړې وه نو باید ورته پابند هم وایې اسماعیل تیزن یې دو واری ونیول شو ولی خوشی کړ بیاید ورسره حساب شوی وای او په داری زړولی وای همداسی نور غله اورازن او لندغر یې ونیول بیرته خوشې کړل چې ټولویې دملت وینې څښلی وې نو اوس به یې دا خبری نه کولی طالب دایم معامله کړی او مظلوم ملت یې زورولی ده او غریب او بیچاره مسلمان یې وزلی ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب