دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهجرمني ته د جلا وطنه شوي اسماعیل مشعل لومړۍ مرکه او د...

جرمني ته د جلا وطنه شوي اسماعیل مشعل لومړۍ مرکه او د طالبانو د زندان کیسې

تاند (شنبه، د قوس ۱۱ مه) د کابل پوهنتون پخوانی استاد اسماعیل مشعل چې د نجونو د زده کړو پر ممانعت د اعتراض له امله طالبانو نیږدې یوه نیمه میاشت بندي کړی و، جرمني ته جلاوطنه شوی.

نوموړي په یوه تلویزوني مرکه کې، په لومړي ځل د خپل یاد شوي اعتراض، وروسته په کابل کې د کتابونو د وړیا وېش او د طالبانو لخوا د بندي کیدو کیسې وکړې.

ښاغلي مشعل وویل: په هغو ورځو کې چې طالبانو د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه، یوه تلویزون مرکې ته وبللم، ما د اعتراض لپاره بل څه نه لرل، پرته له دې چې د ټولو زده کړو اصلي اسناد د تلویزون سټډیو ته یوسم او په مرکه کې یې د نجونو د ملاتړ لپاره څېرې کړم.

هغه وړاندې په کابل کې پر لاسي کراچۍ د نجونو لپاره د وړیا کتابونو د وېش کیسه هم وکړه او ویې ویل د دې کار لپاره یې د طالبانو چارواکو سره همغږي هم کړې وه او په لومړي ځل د هغوی ځواکونو د ده امنیت نیولی و.

اسماعیل مشعل زیاتوي چې د دې کار په دویمه ورځ د کابل د درېیمې امنیتي حوزې طالب ساتونکو د سړک له سره په سوکانو او لغتو د موټر ډالې ته وغورځاوه او حوزې ته یې بوته.

د ده په وینا، بیا په شش درک کې د طالبانو د استخباراتو ادارې ته انتقال او تر یوې نېمې میاشتې بندي و.

د مشعل د معلوماتو له مخې، له لومړنیو ورځو پرته طالبانو ورسره بد چلند ونه کړ او تعهد یې ترې واخېست چې نور به د رسنیو پر وړاندې هېڅ نه وایي او له خپلو تعلیمي هڅو به لاس په سر کیږي.

هغه زیاتوي چې په دې موده کې یې کورنۍ سره اړیکې پرې وې او وروسته په ضمانت را خوشې شو.

مشعل په زندان کې د شکنجو په اړه له جزییاتو ډډه وکړه او دا یې یو معمول کار وباله، خو زیاته یې کړه چې د طالبانو شکنجو په روحي او جسمي لحاظ ځپلی او اوس نورمال وضعیت کې نه دی.

هغه دا هم وویل چې که طالبان د نجونو پر زده کړو بندیزونه اېسته او د افغانانو حقونو ته غاړه کېږدي،بیرته به هېواد ته ستون او د خپل تړلي پوهنتون د بیا فعالولو تر څنګ نورو تعلیمي هڅو ته دوام ورکړي.

د اسماعیل مشعل څرګندونو ته طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو رژیم د هغه او یو شمېر نورو تعلیمي فعالانو د نیولو له امله توندو غبرګونونو سره مخ شوی او ویل شوي چې د طالبانو افراطي مشران خو خپله په خبره نه پوهیږي؛ د نورو اصلاح غوښتونکو خولې هم تړي او په غیر انساني چلند یې هېواد پرېښودو ته هم اړ باسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب