دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په اړه د قطر، برېتانیا او کاناډا لار نقشه او...

د افغانستان په اړه د قطر، برېتانیا او کاناډا لار نقشه او د طالبانو غبرګون

تاند (جمعه، د قوس ۱۰ مه) د قطر، برېتانیا او کاناډا استازو د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره د افغانستان د قضیې د حل په اړه د لار نقشې جوړولو په تړاو غونډه کړې.

په غونډه کې د قطر برخه لرونکي استازي ویلي چې په دغه غونډه کې د درې واړو هېوادونو استازو د افغانستان په تړاو د اوغلو طرحه واورېده.

سرچینې نه دي ویلي چې د یادو هېوادونو استازو د دغې طرحې په اړه په مشخص ډول څه نظر درلود، خو زیاته کړې یې ده چې په دې غونډه کې د یوې لار نقشې په جوړیدو ټینګار شوی.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمن رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد بیا داسې غونډې او لار نقشې له دې امله بې پایلې ګڼلي او رد کړي چې په وینا یې د دوی استازی داسې غونډو کې ګډون نه لري.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي په طرحه کې مهم ټکي دا ګڼل کیږي چې طالبان باید د ټولو افغانانو د حقونو د ورکړې، په ځانګړي ډول د نجونو د زده کړو او ښځو د کار له پيل سره موافقه کوي، د ټول ګډونه حکومت د جوړیدو لپاره مذاکرات پيلوي او ورسره به نړیوال د دوی رژیم په رسمیت پېژني.

د افغانستان د قضیې یو شمېر لوریو د دې طرحې او هڅې هرکلی کړی، خو د طالبانو ځینو افراطي مخالفانو ورسره مخالفت ښودلی.

طالبانو هم په دې اړه واضح دریځ نه دی غوره کړی او په منځ کې یې ځینو افراطي کسانو له نړیوالو سره د تعامل غوښتنې رد کړي او دا یې پر دوی د غیر اسلامي غوښتنو د منلو هڅه ګڼلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب