څو ورځې مخکې (د روان کال د نوامبر له ٢٧ څخه تر ٢٨ پوري) د تاجکستان په بلازمینه دوشنبې کې د تل په څېر د ګڼو بهر میشتو افغانانو او د ځینو خارجي کړیو د استازو په ګډون د “هرات د امنیتی خبرو اترو” تر عنوان لاندی یوه غونډه جوړه شوه. په غونډه کې په ټولیز ډول تر سلو زیاتو کسانو برخه اخیستې وه.
بیدارو ناظرینو د دې غونډې ځني ځانګړيو اړخونو ته په لاندي ډول کتلي:
د دوشنبې د غونډې اساسي سمبالوونکي او تمویل کوونکي څوک دي؟
– د ستراتیژیکو څیړنو انسټیټیوټ (د دوشنبې د غونډې اصلي سمبالوونکی) د ٢٠٢١ کال په اګست کې د جمهوري نظام له ړنګیدو دمخه، د هغه وخت د افغان حکومت د جوړښتونو تر لارښوونی لاندې فعالیت کاوه (که څه هم هغه وخت ځینې منتقدینو ویل: “انسټیټیوټ له ځینو بهرنیو سرچینو څخه سخاوتمندانه مالي او وړیا مرستې ترلاسه کوي…”)
انستیتوت افغانی دی که برتانوي؟
د جمهوري نظام له ړنګیدو وروسته، “انستیتیوت” سمدستي لندن (بریتانیا) ته د خپل رسمي مشر داوود مرادیان د استوګنې ځای ته کوچ وکړ.
– په لندن کې، “انسټیټیوټ” د ساکیس په پوهنتون کې د غیر انتفاعي سازمانونو په لړۍ کې د بریتانیا له قانون سره سم، د همدې پوهنتون په لوژستیکي، اکادمیک او فکري ملاتړ راجستر شوی. “انسټیټیوټ” مالي مرستې د Research England او د دیموکراسۍ لپاره له ملي فنډ (صندوق) څخه تر لاسه کوي.
– اوسنیو رامنځ ته شویو شرایطو ته په کتو “انستیتوت” له افغانستان سره حقوقي او فزیکي پریکون کړی، ځکه خو دا پوښتنه راپورته کیږي چې آیا “انسټیټیوټ” د یوې بهرنۍ حقوقي مؤسسي په توګه، د “هرات امنیتي ډیالوګ” په نوم د غونډو/کنفرانسونو د جوړولو حق لري؟
په غونډه کی کومو کسانو ګډون درلود؟
ناظرینو د دوشنبې په غونډه کې یوې ځانګړې او ظاهرا متضادی پدیدې، یعنی د انګلیسانو، ایرانيانو او هندیانو ګڼ حضور ته هم پام کړی.
له بلې خوا په غونډه کې د هغو کسانو شمیر چې قومي، افراطي نظرونه لري، په افغانستان کې مذهبي او توکمیزو تضادونو ته لمن وهي او آن د هیواد د ویش غږونه جګوي، هم خورا ډیر و.