شنبه, مې 11, 2024
Home+نو خبريال څوک دی؟! / حبيب وقار

نو خبريال څوک دی؟! / حبيب وقار

حبيب وقار خبریال نه دی، موږ غړيتوب نه شو ورکوی. خو هغه دوکانداران، کراچيوانان، د خاله زامن، د عمه زامن، خسر، خواښې او نور لرې او نژدې خپلوان ټول خبريالان دي چې دوی د ټولنې غړيتوب ورکړی دی.

د ژوند د يوې سرګردانې څپې له پاره اړتیا پېښه شوه، د خبريالانو د کومې ټولنې غړيتوب ولرم. ډېر فکر مې وکړ له چا سره اړيکه ونيسم خو را ياد شول، هغه وخت چې په کليد راډيو کې وم، موږ ګردی ميز درلود چې چلولو يې دوراني شکل درلود او څو کسانو به يې چارې مخکې وړې چې د چلوونکو په دې ليست کې زه هم وم. په هغې ګردي مېز کې مې د افغانستان د خبريالانو له خپلواکې ټولنې څخه څو ځله حجت الله مجددي هم مېلمه کړی و.

خو دا چې د مجددي کاکا ټليفون شمېره راسره نه وه، په فېسبوک مې پيغام ورته ولېږه. په سبا مې پيغام لوستل شوی و، خو ځواب يې نه و راکړی. فکر مې وکړ اوس يې هېر شوی يم نه مې پېژني خپلو څو ملګرو لکه قريب الرحمن شهاب او عزيز احمد تسل ته مې پيغام ولېږه هغوی هم د جناب مجددي شمېره راته لېږلې وه، بيا مې په وټس اپ پيغامونه ورکړل خو ټول پيغامونه يې لوستل يعې پر پيغامونو مې شنې کرښې راتلې خو ځواب نه راکول کېده. څو ځله مې زنګ ورته وکړ هم يې وانه خيست.

له خپلو ځينو نورو ملګرو سره مې اړيکه ونيوه هغوی د رحيم الله سمندر شمېره راکړه، دوی ويل سمندر د دې ټولنې مشر دی، سمندر ته مې هم په وټس اپ پيغام ولېږه ځواب يې رانکړ بيا مې زنګ ورته وکړ ويل مې داسې کيسه ده ويې ويل مجددي ته به ووايم، د ټولنې غړيتوب به درکړي. 

په سبا مې بيا مجددي کاکا ته زنګ وکړ وايې نه خيست يو ساعت وروسته مې بيا زنګ ورته وکړ موضوع مې ورسره شريکه کړه، ويل يې يوه فورمه درته لېږم، پرېنټ يې کړه چې ډکه دې کړه بيا به راشې کارت به درکړو، ويل مې سمه ده. په سبا مې زنګ ورته وکړ څه وخت درشم د خبريالۍ اسناد کارتونه او نور يې وغوښتل، ځينې اسناد مې ورته ولېږل ويل يې ايډي کارت دې راولېږه د پخوانيو دندو کارتونه مې ورته ولېږل دا چې په لنډ وخت کې مې له يوه اژانس سره کار کاوه ايډي کارت يې نه و راکړی او د امارت په راتلو سره ورک شول د څلورو مياشتو معاش مې يې هم وتښتاوه.

مجددي ته هره ورځ زنګ وهم يا پيغام ورکوم پيغام لولي ځواب نه راکوي او مبايل هم نه اخلي. بيا مې عزيز احمد تسل ته پيغام ولېږه ويل مې ورته ووايه ځواب راکړي، خو تسل ته يې ويلي وو، وقار خو خبريال نه دی موږ د ټولنې غړيتوب نه شو ورکوی، خو بيا به يې هم ستا په خاطر ورکړم.

 تسل ځواب ورکړی و چې زما په خاطر يې مه ورکوه هغه ټول پېژني چې خبريال دی او دا يې خپل حق دی. تسل هم د مجددي کاکا ځواب ته حيران شوی و، بيا مې مجددي کاکا ته د څو خبري ادارو سپارښت ليکونه او ډيپلوم ولېږه ويل مې نو تاسې خبريال چاته وايئ.

په دې هم ونشوه، بيا مې ښاغلي دانش کړوخېل ته پيغام وکړ او کيسه مې ورته وکړه هغه هم د مجددي دې ځواب حيران کړی و، مجددي ته يې پيغام کړی و، بالاخره مې احمد ضياء بوميا ته پيغام ولېږه، سمندر ته مې وويل خو مجددی کاکا له خپل خره راښکته نه شو.

بيا مې څو ورځې وروسته سمندر ته زنګ وکړ، سمندر ويل اوس انټرکانټينينټل کې يوې غونډې ته روان يم سبا ماسپښين حضوري چمن کې دفتر ته راشه چې کارت درکړم، ويل مې سمه ده خو د دفتر پوره ادرس راکړئ مبايل يې بند کړ.

په سبا سهار نهه بجې مې د خبريالانو د دې ټولنې مشر سمندر کاکا ته په وټس اپ پيغام وکړ ويل مې زه ماسپښين درځم هيله ده د دفتر پوره پته دلته راته ولېږئ، لږ وروسته مې په غږيز پيغام شنې کرښې راغلې ويې ليد خو ځواب رانغئ. 

ماسپښين له کمپنۍ ور روان شوم کوټه سنګي او بيا ښار ته، له ښاره بيا تر حضوري چمن پلی لاړم، هلته د حضوري چمن په شاوخوا کې له يوې تر درې نيمو بجو معطل شوم، هر څومره زنګونه مې چې ورته ووهل ځواب يې رانکړ، په پای کې د شمشاد ټلويزيون دروازې ته لاړم ويل مې کېدای شي دوی ته يې دفتر معلوم وي خو د دروازې کسانو يې ويل د ننه اجازه نشته او موږ ته يې دفتر معلوم نه دی.

په دې وخت کې مې له لسو ډېرو پېژندل شوو خبريالانو ته زنګ وکړ خو يوه يې هم د دفتر پته نه لرله. بده يې لا دا چې سمندر لالا ته مې خپل دوه کتابونه (هڅه او بريا او ژوند او نزاکتونه) هم را سره اخيستي وو چې ورته ډالۍ يې کړم، هغه مې هم تر مازيګره په لاس کې وګرځول او بېرته مې کور ته راوړل. نو اوس تاسې وواياست زه به نه لېونی کېږم. 

اوس تاسې وواياست زه خبريال يم کنه؟؟ او رښتيا دا خبريال څه ته وايي او خبريالان څوک دي؟

په ۱۳۸۴لمريز کال د کابل پوهنتون له ژورناليزم پوهنځي فارغ شوی یم. له هغې وخت راهيسې مې تقريباً ۱۶ کاله په بېلابېلو رسنيو کې لکه اراده ورځپاڼه، سرنوشت ورځپاڼه، الفتح اونیزه، باختر اونیزه، بي بي سي راډيو، کليد راډيو، کليد مجله، مرسل مجله، اريانا نيوز او نورو کې، ځينې وخت د خبريال، اېډېټر، مسول مدير او ليکوال په توګه کار کړی، تر څنګ مې يې تر اوسه ليکل شوي او ژباړل شوي کتابونه هم چاپ شوي دي، پنځه نور به هم نژدې وخت کې چاپ شي، خو بيا هم مجددي کاکا خبريال نه راته وايي نو دا خبريال بيا څوک دی؟

که اصلي کيسې ته راشو دې خلکو تل د خبريالانو په نوم پروژې اخيستې دي، د خبريالانو په نوم يې سوداګري کړې ده او د دوی ډېری غړي چې دوی يې خبريالان بولي د دوی په طبعه برابر خلک دي که هغه هر څوک وي که يې وترنري او يا هم زراعت لوستی وي، دوی ته خبريال دی ځکه چې د جوال خوله ورسره نيوی شي، که داسې نه وای نو ماته يې ولې غړيتوب نه راکاوه. 

د هېواد يو بل خبريال چې هغه هم تل د سټېج پر سر د خبريال له حقوقو د دفاع چيغې کړې دي او هر وخت د خبريال په هره موضوع کې ستېج ته درېدلی دی، خو په اصل کې هغه هم سوداګري کړې او کوي يې، له ما يې د څلورو مياشتو معاش وړی دی چې د سږ کال له ثور د اسد تر وروستيو مې کار ورسره کړی. د امارت په راتلو سره وتښتېد او اوس د معاش په برخه کې پيغام هم نه ځوابوي. د دې کس کيسه به هم ډېر ژر په ټولو جزياتو سره وليکم او د نوموړي غله له عکس سره به يې درته خپره کړم.

درانه اوسئ

1 COMMENT

  1. ښاغلي وقار صاحب ته په پوره درناوي!
    که په لیکنه کي دي د (دوکانداران او کراچیوانان) پر ځاي یوازي هماغه د خاله زامن، د عمه زامن او خسر باندی بسنه کړي وای ښه به وو، په دې خاطر چي دوکانداري او کراچیواني خپله هم ډیر دروند خدمت دی.

    درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب