تاند:( شنبه، د عقرب پینځلسمه) فارن پالیسۍ په يوه تازه تحليل کې د طالبانو واکمني او پکې د حقاني شبکې د اغېزو په اړه بحث کړی.
د تحليل لیکوال له القاعدې ډلې او بيا پاکستاني استخباراتو سره د حقاني شبکې ژورور اړیکو ته په اشارې وايي، چې دغې شبکې د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال هم د طالبانو په ګټه د امریکايي او افغان ځواکونو خلاف تر ټولو پېچلي او سخت عمليات مخته وړل.
ياده رسنۍ، دا شبکه دومره سخت دريځه ګڼي، چې په وینا یې ان د القاعدې ډلې د همدې شبکې په تشويق له امریکا متحده ایالاتو سره دښمنۍ ته لومړيتوب ورکړ.
سرچينه دا ردوي، چې حقاني شبکه به له داعش ډلې سره تړاو ولري، خو په ټيټه کچه یې اړیکې نه ورسره ردوي او د داعش یو مشهور افغان مشر سعد امارتی هم د همدې شبکې پخوانی غړی ګڼي.
د فارن پالیسۍ په دې تحليل کې د طالبانو پر رهبرۍ او حکومت د حقاني شبکې او خاص ډول د دې شبکې د مشر او د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني پراخ نفوذ ته په کتو ويل شوي، چې دا اغېز به لا نور هم ژور او طالبان به ورسره لا ډېر افراطي او نړۍ سره د دښمنۍ پياوړتيا ته سوق شي.
د لیکنې لیکوال، امریکايي چارواکي متوجه کوي، چې د طالبانو رژيم ته له دې اړخه جدي وي، ځکه په وینا یې که د دې ډلې واکمني د روسیې او چین لخوا په رسميت وپېژندل شوه، بيا به د ترهګرو د يوه رسمي حکومت په توګه له طالبانو سره د امریکا او نړۍ ګوزاره ګرانه وي.