دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهسيګار: ۲۰ کلنې افغان جګړې تر ۳ نيم زرو امريکايي سرتېرو ته...

سيګار: ۲۰ کلنې افغان جګړې تر ۳ نيم زرو امريکايي سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند:( شنبه، د عقرب پینځلسمه) د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا متحده ايالاتو د مرستو د څارنې ادارې (سيګار) د افغانستان په جګړه کې د امريکايي سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه نوي ارقام خپاره کړي دي.

د سيګار ادارې د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې ټول 1910 امريکايي سرتيري وژل شوي او20686 نور ټپيان شوي دي.

د دې ترڅنګ، 415 نور امريکايي سرتيري په طبيعي مرګ په افغانستان کې مړه شوي دي.

سيګار ادارې پرون د افغانستان په جګړه کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې ارقام هم خپاره کړل.

دغې ادارې وويل، چې د تېرې ۲۰ کلنې جګړې پر مهال له ۶۰ تر ۷۰ زرو پورې افغان ځواکونه وژل شوي دي.

سيګار ويلي وو، چې د افغان ځواکونو د تلفاتو ارقام یې د متحده ايالاتو د پوځ د لوی درستیز جنرال مارک ميلي له لوري تر لاسه کړي دي.

سرچينې د امريکايي ځواکونو د مرګ ژوبلې د ارقامو د منبع په اړه څه نه دي ويلي.

له دومره تلفاتو او مالي زيانونو سره، په امريکا کې ګڼ خلک د افغانستان جګړه ناکامه او د پوښتنې وړ ګڼي.

د دې هېواد د سنا او ولسي جرګې مجلسونو په ځلونو یو شمېر مسوول امریکايي مقامات احضار کړي او د افغانستان د جګړې د ناکامۍ او په خاصه توګه د امريکايي سرتېرو له وتو وروسته د افغانستان د خطرناک برخليک په اړه يې پوښتلي دي.

د امريکا اوسني او د مخکيني حکومت چارواکي د دغې ناکامۍ پړه پر یو بل اچوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب