یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه عام محضر کې د زنا او لواطت په تور د ۳...

په عام محضر کې د زنا او لواطت په تور د ۳ تنو په درو وهل

تاند:( جمعه، د میزان ۱۴مه) په ارزګان کې د طالبانو ولایتي ادارې د زنا او لواطت په تور د ۳ تنو د علني مجازاتو خبر ورکړی.

د ياد ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند احسان الله حماس ویلي، چې په دغو کسانو کې یو تن د لواطت او ۲ نور د زنا په تور نیول شوي وو، چې د دوسیو له نهایي کېدو وروسته نن په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

نوموړي زياته کړه، چې د سیمي ګڼ شمېر کسانو ته هم بلنه ورکول شوې وه، ترڅو د عبرت لپاره ورڅخه لیدنه وکړي.

د طالبانو دا ډول کړنې د نړیوالو بشري حقونو د سازمانونو نیوکوسره مخ دي او تل ورته د صحرایي محکمو نوم ورکړل شوی.

طالب چارواکي بیا دا ډول کړنې د اسلامي شریعت تطبیق بولي او پر دوام یې ټینګار لري.

3 COMMENTS

  1. په دی ډله کی باید د برښنا ریس هم شامل وایی چی له خپل ځان نه لوی کس سره یې لواطت کاوه لواطت خو ددهیبت لوطی دقانون اوله ماده ده

  2. السلام علیکم:ولی د تاند ویبسایټ محترم کارکونکی نوموړی سزا شرعی نه ګڼی جه حواله په بشری حقونو ورکوی لطفا دسوره النور دویم ایات ته مراجعه وکړی په دین پوری ملنډی مه وهی د بشر حقوق دګونتا مو ابو غریب او بګرام په زندانونو کی وپلټی دا سزا دالله ج حکم دی باید دالله د قانون څخه په سر غړونکو مجرمانو پلی شی ، منکر یی په هیڅ صورت د اسلام دعوه نشی کولی ۰

  3. درنو او قدمرنو ، السلام علیکم !
    که دا عنوان (په عام محضر کې د زنا او لواطت په تور د ۳ تنو په درو وهل) په دې بڼه اصلاح شی، ښه به وي:
    دزنا او لواطت په تور په عام محضر کی د درې تنو په درو وهل
    دا ځکه چی لواطت عام محضر کی ندی شوی، بلکی سزا عام محضر کی ورکول شوی ده.
    .. ورڅخه لیدنه وکړی هم سمه نده
    په عنوان کی د عدد رواستل او لیکل جواز نلری، په تیره بیا په لیکنه کی له لسو څخه ټیټ اعداد په رقم نه، بلکې په تورو لیکو. هرڅه مو بایلودل، اخلاق، وطن، پاک نفسی دینی او ملی ارزشونه او دادی اوس مو ژبه او املا او انشا هم له لاسه ورکوو
    چې خپه نشئ.
    خدایه څه شول هغه ښکلی ښکلی خلک
    په ظاهر په باطن سپین سپیڅلی خلک
    درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب