یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبانو ته په هند کې د افغانستان د سفارت سپارلو احتمال

طالبانو ته په هند کې د افغانستان د سفارت سپارلو احتمال

تاند:(جمعه، د میزان ۱۴مه) د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د افغان سفارت د بندیدو له اعلان وروسته ویلي، چې دغه سفارت او په ممبیي او حیدراباد کې د افغانستان کونسلګرۍ فعاله دي او دوی یې دیپلوماتانو سره په اړیکو کې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ارېندم باګچي ویلي، چې دوی له دغو دیپلوماتانو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

سرچینې نه ده واضحه کړې، چې دغه دیپلوماتان څوک دي او هند به افغان سفارت د طالبانو رژیم ته وسپاري کنه؟

په هند کې د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام یوه دیپلومات نورالله راغي ویلي، چې د سفارت د کار بندیدو اصلي دلیل دا و، چې هند له سفارت څخه د طالبانو د دیپلوماتانو د منلو غوښتنه لرله

د هغه په وینا، له همدې امله د سفارت رهبرۍ د کار بندیدو پریکړه وکړه.

مخکې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه مکتوب کې د جمهوري نظام یو دیپلومات قادر شاه له خپله اړخه د سفارت سرپرست معرفي کړی و، خو د جمهوري نظام پاتې شوي سفیر فرید ماموندزي له دندې د نوموړي د ایسته کولو اعلان وکړ او قادر شاه یې طالبانو سره په معاملې تورن کړ.

اوس د هند بهرنیو چارو وزارت نه دي ویلي، چې کومو افغان دیپلوماتانو سره په اړیکه کې دي او دغه سفارت د جمهوري نظام د سفیر له لوري له کار بندولو وروسته په کومه بڼه خپل کار ته دوام ورکوي.

ځینې شنونکي باور لري، چې د هند حکومت په تدریجي ډول افغان سفارت د طالبانو رژیم ته ورسپاري.

د جمهوري نظام سفیر فرید ماموندزي هم د هند حکومت له دوی څخه په نه ملاتړ تورن کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب