یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکرزی: له پاکستانه د افغان کډوالو ویستل نامناسب او د ګاونډیتوب خلاف...

کرزی: له پاکستانه د افغان کډوالو ویستل نامناسب او د ګاونډیتوب خلاف عمل دی

تاند:(جمعه، د میزان ۱۴مه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستو د اعلان په اړه په خپل غبرګون کې وویل، چې دا پریکړه او اعلان نا مناسب او د ګاونډیتوب د اصولو خلاف عمل دی.

نوموړي ویلي، هیله لري چې پاکستان به په خپله پرېکړه له سره غور وکړي.

حامد کرزي پر خپله اېکس یا ټویټر پاڼه لیکلي، په پاکستان کې د افغان کډوالو شتون هغه هېواد ته اقتصادي او ټولنیزې ګټې رسولي دي او د ده په وینا، د پاکستان اوسنۍ ستونزې له افغانستان او افغان کډوالو سره هېڅ تړاو نه لري.

د پاکستان حکومت روانه اوونۍ اعلان وکړ چې د اکټوبر تر پایه باید څه باندې یو میلیون او اوه سوه زره ناقانونه افغان کډوال له پاکستانه ووځي.

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بوګټي د اکټوبر په درېیمه ویلي وو، چې که غیرقانوني کډوال له پاکستانه ونه وځي، د هغوی جایدادونه به ضبط کړي.

د هغه په وينا، افغانان په پاکستان کې په ۱۴ ترهګريزو بريدونو کې لاس لري، خو د طالبانو حکومت دغه ادعا رد کړې ده.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، له پاکستانه د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو خلاف ده.

بل‌خوا د بخښنې نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پاکستان حکومت باید افغان کډوال ونه باسي.

د پاکستاني چارواکو له دغه اعلان څخه وروسته، د دغه هېواد په یو شمېر سیمو کې د افغان کډوالو د نیولو او ان مرموزو وژنو خبرونه ورکړل شوي.

دغه وضعیت افغان کډوال سختو ستونزو سره مخ کړي او شکایت کوي، چې پاکستاني پولیس یې د قانوني اسنادو له لرلو سره هم نیسي او ډېر کله د پیسو ورکولو په بدل کې یې خوشې کوي.

 

2 COMMENTS

  1. ته کرزی هم یو بی حثیته انسان یی تا هم له پنجابی نه زیاد ظلم په پښتنو وکړ ستا دا کړنی نه بخشونکی دی دخپل جیب لپاره دی پنجشیری دپښتنو پلار جوړ کړ او اخر ته خپله بی حیثیته کړی یو پنچرمین په ارګ کښی په ساپیړه ووهلی او قرقل خولی دی دری متره لری ولویده دا ستا ته دشرم ځای وه مګر ته شرم او حیا نلری تا ته یوه بی تفاوته خبره وه

  2. تف لعنت په تا خرزیه 🐖سوډره. ددغو ټولو بدبختیو مخترع ته یې تا پنجاب د افغانستان تښتول سوې څرغي الوتکې تسلیمولې. ته وې سي د یرغلګرو ناوې وې او دوۍ تر شا راګډیدل لعنت په تا خنزیره 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب