Homeخبرونهپنجشېر کې له قاچاقبرو د ۱۷ ماشومانو را خوشې کول

پنجشېر کې له قاچاقبرو د ۱۷ ماشومانو را خوشې کول

تاند:( شنبه، د میزان ۱۵ ) د طالبانو چارواکو په پنجشېر کې د قاچاقبرو له منګولو د ۱۷ ماشومانو د ژغورنې خبر ورکړی.

د ياد شوي ولايت لپاره د طالبانو امنيې قوماندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د د دې قومندانۍ منسوبينو پرون درې تنه انساني قاچاق وړونکي د ۱۷ ماشومانو د انتقال پر مهال نيولي دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې يادو قاچاق وړونکو غوښتل دغه ۱۷ ماشومان په غير قانوني توګه ايران هېواد ته ولېږدوي.
سرچينې زياته کړې، چې ژغورل شوي ماشومان د بېلابېلو شمالي ولايتونو اوسېدونکي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې یو شمېر نړیوالو سازمانونو په پنجشېر کې د طالبانو مخالفه وسله واله ډله( ملی مقاومت جبهه) او طالبان دواړه په جګړه کې د ماشومانو په ګومارلو تورن کړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بهوسلې مړه شوه

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۲۳مه) هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشهوره سندرغاړې اشا بهوسلې نن د یکشنبې په ماسپښین...