جمعه, نوومبر 8, 2024
Homeخبرونهپر افغانانو د پاکستان د تورونو دوام؛ وایي پولیو هم له دوی...

پر افغانانو د پاکستان د تورونو دوام؛ وایي پولیو هم له دوی موږ ته راغلې

تاند:( شنبه، د میزان ۱۵مه) پر افغانانو د پاکستان د تورونو د لګولو په دوام، دغه هېواد په پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو مرض ملامتي هم پر افغانانو اچولې ده.

د پاکستان د روغتیا وزیر ندیم جان ادعا کړې، چې په دغه هېواد کې د ګوزڼ یا پولیو ویرویس له افغانستان څخه ورته انتقال شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې روانه میاشت په پاکستان کې د پولیو ثبت شوې ۵ واړه پېښې د دغه هېواد د کراچۍ ښار اړوندې دي.

کراچۍ ښار له ډیورنډ کرښې او افغانستان سره ډېر واټن لري.

پاکستاني چارواکي په وروستیو کې د خپلو امنیتي ګواښونو ملامتي هم پر افغانستان اچوي او ادعا کوي، چې د طالبانو رژیم په خپل قلمرو کې د تحریک طالبان پاکستان او نورو ډلو په مهارولو کې پاتې راغلی او دغه ډلې په باکستان کې د نا امنیو سبب شوي دي.

د پښتونخوا ملتپال سیاستوال افراسیاب خټک بیا د پاکستان د دغه سیاست اصلي دلیل په افغانستان کې د یوه مشروع حاکمیت نشتوالی بولي او وایي دغه هېواد له دې تشې په استفادې غواړي افغانان په هره برخه کې ملامت وښيي او په دې ډول خپلو مغرضو موخو ته ورسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب