شننه: علي خان
د امریکا بريد پر ایران باندي د امریکایانو په منځ کې، په خاصه توگه د هغو سیاسی، نظامي مبصرينو، مسلکي او علمي کار پوهانو لپه منځ کې چې د جنګ مخالف او د امریکا ګتو ته لومړیتوب ورکوي. دوی پر ایران برید د امریکا او خلکو لپاره ګټور نه ګني، خو بل پلو هغوئ چې غواړي امريکا پر نړۍ برلاسې وي او پخوانی پرستېژ دوام پیدا کړی نه یوازې د ایران جنګ معقول بولي بلکه د ایران پر خاوره ځمکني برید د حل لاره ګني، یو له هغوئ نه پخوانی جنرال پټروس دئ چې پر ایران د خمکني برید خبره کوی.
غواړم د ښاغلی پتروس څرګندونو ته په پام سره دوو ټکو ته د تاند قدرمنو لوستونکو توجه را ګرځوم.
● ځمکنئ بريد:
په ایران باندي ځمکنی برید امکان نه لري.
وجه يې؟:
١- د ايران له ګاونډیو هېوادونو نه يو يې هم دې ته نه دی چمتو چې د امريکا د فوځ بوټونه دې په خپل هېواد کي وزغملای شي، او د دوئ له خاورې دي پر ايران بريد وکړي، نه افغانستان، عراق، (د امریکایې اشغال خوند څکلی دئ) نه خو سوریه او ترکيه دې کار ته زړه ښه کوي (د کردانو لانجه)، د پاکستان خپلو بدو کورنیو حالاتو ته په کتو سره دا وړتيا نلرې.، د ټرمپ د باګرام او نورو هوايې ميدانو له افغانستان نه غوښتل د همدې اسرائيلې پروژې برخه وه، چې پوره نه شوه، که چېري کوم هيواد دې ته زړه هم ښه کړي دابه بې له شکه د هاغه هيواد د رژيم د ړنګېدلو پيلامه وي، د خپلو عوامو لخوا!..
٢- امريکا نه شي کولاي ٣٠٠٠٠٠ تر ٤٠٠٠٠٠ زرو عکسر له ټولو وړو او درنو وسلو او جنګې ماشينو سره تیار کړای شی، امريکا هاغه د ١٩٩٠ کلونو امريکا نه ده ، فوځي قوت يې د زوال په لور روان دی. د امریکایې نظامي او سياسي مبصرينو په قول یې د وسلو په خاصه توګه د میزايلو ډيپوګان خالي دي، وسلې یې هم زړې شوې دي، تکنالوژی یې هم د چین او روس په پرتله زړه ده، پرنوو عصرې تکنالوژیو يې له ٢٠٠٠ څخه را په ديخوا خورا اغيزمن کار نه دی کړی، له ایران سره په تېر جنګ کې د هوایې ډيفنس سیستم لکه تاد ، پټريات، ديويد سلینګ، ارو او په توله کي ايرن ډوم لپاره میزايلونه د ختمېدو په حال کي و له دې وجې اسراییلو اوربند ته مخه کړه.
٣- دا ډول مېزايلونه ډېر قيمتی دي، جوړول یې د يوې یا دوو مياشتو کار نه دی، همدا نن د خليج هیوادونو د خپلو دفاعي سیستمونو د میزايلو (انټرسپټرونو) له کمښت سره مخ دی له امريکا یې د مهیا کولوغوښته کړې وه، خو امريکا ورته مثبت ځواب نه دی ويلي، امريکا غواړي لومړي اسراییل خوندي وساتل شي نه خليج، ځکه چې له ایران سره جنګ د اسرائيلو د خوندي ساتلو لپاره په لاره اچول شوی دئ، نه خليج!.
٤- ایران لوي هيواد دی، ډېر نفوس لري، منظم او مستحکم ګوندي رژيم له ٤٥ کلونو نه زيات د حکومت ولۍ تجربه لري، تربيه شوي لوی فوځ لري، د جنګ تجربه لري، سره له دې چې د رژيم له پیله تر سنکشن او نورو محدوديتونو سره مخ دي، ډېرو شتمنو هیوادونو ترې مخ اړولي دئ، د سر خلک یې لا له پیل نه بيا تر نن پورې بار بار وژل شوي دي، د ایران حکومت نه خو د کوم پاچا حکومت دی نه د يو فوځي جنرال او نه د یوې کورنۍ حکومت چې په اسانه سره دې نسکور شي، او بيا دا چې ایران د جنګ په لومړۍ ورځ په خليج کي د امریکا فوځي اډې ناکاره کړې، د امریکا سیاسی او نظامي مبصر ( Analyst ) لېری جانسن چې د سې اي اې کارمند پاته شوي دی وایې: ایران په لومړۍ برید کي د امريکا په خلیج هیوادونو ( قطر، بحرین) کي ځای پر ځای شوي پنځه لومړۍ درجه پرمختللي رادارونه له منځه وړي دي، له هغوئ نه یې د AMTPY, ANMPS په نوم رادارونه په کي شامل دي،
د یوه قیمت یې ٥٠٠ ملیونه ډالره او د نورو دوو قیمت یې ١ بلیون ډالره ښودلې ده…
● جنګ درول:
١- د نړۍ نامتو سیاسي او نظامي متخصصینو ته دا څرگنده وه چې امريکا د ایران رژیم نه شي چپه کولای، له شروع نه د امريکا له نظامي تياریو، سیاسی او انټليجنس مطبوعاتي تبليغاتو نه دا ښکارېده چې دا کار شونی نه دی، سپینه ماڼۍ هم پوهېده چې نشی کولای رژيم چپه شي، د چارواکو خبرې یې له یو او بل سره تناقض لرې، یوه ورځ یو څه وايې بله ورځ بل څه، ویل کیږي له مخکي تیار شوی هوډمن پلان او ستراتېژې نه وه، هغوئ نتن ياهو وهڅول چې د ننه په ایران کي شرايط برابر او ډېر ژر ایراني رژیم د نسکورېدلو په درشل کي دئ، امريکا په نړۍ کي د خپل پخواني پرستېژ ساتلو لپاره په دا ډول تمبولئ کي ځان ومشلاوو، د جنګ ځمکني واقعیتونو ته په کتو سره به امریکا څو ورځې نورې لا جنګ ته ادامه ورکړي، لکه چې خپله ټرمپ وويل: دا جنګ به تر يوې میاشتې پورې دوام وکړي، ترمپ له دې خبرې هم شا تګ وکړ چې ويل یې د ایران سپيشل ګارډ او فوځونه دې سلامي شي او وسلې دې پر ځمکه کېږدې که غواړې سرونه يې بچ شي، کېدای شی له ایران سره دا جنګ به له یوې میاشې نه په لنډو ورځو کي ودرول شي، د ټرمپ ځيني عقلمند دوستان همدا مشوره ورکوي، ترمپ به د امريکا خلکو او نړۍ ته ووایې : د ایران اتومي تاسیسات مو صفر ته راټيټ کړل، د وسلو ډيپوګان مو تس نس کړل، د ميزايلو بټرۍ او د جوړلو پټن ځایونه مو له منځه یوړل، ایران مو دومره سخت وځاپه چې نور د دې توان نه لرې چې اسراييل امريکا او خليج هيوادونو ته خطر پيښ کړي، او په دې به هم ونه وتوانېږي چې خپل پراکسي حزب -الله او حماس تقویه کړی، نو ځکه په جنګ بندولو بسنه کوو.
امريکا ته یوازې یو بديل پاته دی او هغه داچې جنګ متوقف کړی، د ګانګرس ميډ ټرم نوامبر میاشت کی انتخابات هم راتلونکي دي، چې ريپبلکن له سخت مشکل سره مخ دی، د اکثريت ووټ کټل يې تر سوال لاندې دی، او بيا داچې ټرمپ غواړي د بل ځل لپاره د سپینې ماڼۍ څوکۍ وګټي، حال داچې د هغه د محبوبيت ګراف ډېر ښکته دی، د اتخاباتي کمپاین په مهال یې له خلکو سره ژمنه د امریکا لومړیتوب ؤ خو دا مهال يې لومړیتوب اسراییل دي، ټول مخکني ولسمشران یې د جنګونو په اور بلولو ملامتول او غندل ، خو اوس په خپله د جنګ حامي او اور پکی دئ، د امريکا دروند اکثريت له ایران سره جنګ نه غواړي، دا وجه ده چې د امریکا لومړیتوب غوښتونکي ملګري یې هم ناراضه ښکاري او په دوو ډلو وېښل شوي دي.