تاند (یکشنبه، د کب/ حوت ۱۷ مه) په داسي حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې روانې دي، د افغانستان افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی کابل ته راغلی او له باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره یې په دې اړه خبرې کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې د چین د ځانګړي استازي یو شیایونگ داو مولوي امیرخان متقي د لیدنې خبر ورکړی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د سیمې پر وروستیو تحولاتو او د پاکستان له لوري د افغانستان په حاکمیت د نظامي تیري پر وروستي وضعیت خبرې کړې.
په خبرپاڼه همداراز راغلي چې امیرخان متقي په دې کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو نښتو ته په اشارې د افغان حکومت دریځ روښانه کړ او زیاته یې کړه، چې افغانستان د شخړو پر ځای د ستونزو سولهییز حل ته لومړیتوب ورکوي؛ خو د خپلې خاورې او خلکو دفاع یې مشروع حق دی.
د خبرپاڼې پر اساس، د چین د ولسمشر ځانګړي استازي هم د پاکستان د وروستیو بریدونو له امله د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او تسلیت په څرګندولو سربېره وویل، چې هېواد یې غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې ستونزې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل او د سیمې خوندیتوب لپاره د کړکېچ کچه لوړه نه شي.
تر دې وړاندې سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو، ایران، روسیې، ترکیې او اروپايي اتحادیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې د ژر تر ژره پای ته رسېدو غوښتنه کړې او دواړه هیوادونه یې خبرو اترزو ته بللي دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان پرون په استانبول کې د ترک هېوادونو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا له غیر رسمي غونډې وروسته وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکیچونه له نژدې څاري او باور لري چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې لپاره خورا مهم دی.