Homeخبرونهد ښځو نړیواله ورځ، د افغان مېرمنو پر زده کړو ټینګار

د ښځو نړیواله ورځ، د افغان مېرمنو پر زده کړو ټینګار

د مارچ د اتمې یا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د هالنډ PTM لخوا د ایکس سپېس په بڼه یوه انلاین غونډه جوړه شوه چې پکې د افغان ښځو پر زده کړو او اساسي حقونو ټنګار وشو.

د غونډې په پیل کې د هالنډ PTM غړي سایرې نورزۍ وویل چې، دا ورځ په داسي حال کې نمانځي چې د پاکستان له لخوا د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری دوام لري او ګڼ شمېر ملکي کسان پکې زیانمن شوي دي.

هغې ټنګار وکړ چې افغان میرمنې د دې بریدونو غندنه کوي او د بشري حقونو له سازمانونو غواړي چې خپل دریځ څرګند کړي.

اغلي نورزۍ زیاته کړه چې جګړه د افغان میرمنو یوازینۍ ستونزه نه ده، بلکې هغوي له خپلو بنسټیزو حقونو په ځانګړې توګه د زده کړو له حق څخه هم محرومي دي.

د پیوستون ټولنې مشرتابه غړي ګلالۍ مومند وویل چې، د ښځو حقونه د خلکو د هڅو او مبارزې له لاري ترلاسه کېږي او بدلون له کوچنیو ګامونو، لکه زده کړو او د کورنۍ  په کچه د برابرۍ رامنځته کولو پیلیږي.

په دغه انلاین غونډه کې غرڅنۍ وطنیار او شهنازشاه هم خبري وکړې او د میرمنو پر تاریخي رول او دغه راز د ښځو د زده کړو پر ارزښت یې معلومات وړاندي کړل.

د غونډې په وروستیو کې ډاکټر قدرت الله علیخېل وویل چې ښځې د پوهاوي او مبارزې له لارې خپل حالت بدلولی شي،لکه څنګه چې اروپایي ښځو هم د اوږدې مبارزې له لارې خپل حقوق ترلاسه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...