تاند (یکشنبه د کب – حوت ۱۷مه) د امربالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د مارچ اتمې یا د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د خپل شرعي مکلفیت له مخې یې د هېواد په کچه د ښځو حقونو د خوندیتوب، له کورني تاوتریخوالي د ژغورنې، د نفقې او میراث حقونو تامین، ناوړه دودونو له منځه وړلو لپاره دوامداره هڅې کړې دي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، په تېرو لسو میاشتو کې د ښځو حقونو خوندیتوب برخه کې ۳۵۱۱قضیې ثبت کړي، چې له ډلې ۳۴۸۱هغو ته رسېدنه هم شوې ده.
د طالبانو امربالمعروف وزارت ډاډ ورکړی، چې په ټولنه کې د اصلاح، عدالت او خلکو د حقونو خوندیتوب لپاره په دوامداره ډول کار کوي، څو ښځې له هر ډول ظلم او بېعدالتۍ څخه خوندي ژوند وکړي.
خبرپاڼه کې راغلي، د ښځو حقونه هغه وخت خوندي کېږي چې ټولنه د عدالت، اخلاقي ارزښتونو او اسلامي اصولو پر بنسټ ولاړه وي.
یاد وزارت ټینګار کړی، چې د ښځو حقونه د اسلام له اساسي ارزښتونو دي او د خوندیتوب لپاره به یې هڅې لا پیاوړې کړي.
یاد وزارت داسې مهال دا خبرپاڼه خپروي چې، بل لورته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) وايي چې، افغان ښځې د نارینهو په پرتله نږدې څلور چنده لږ، رسمي عدلي او قضايي مېکانېزمونو ته لاسرسی لري.
یوناما زیاته کړې دا چاره د عدالت په برخه کې د لویې تشې ښکارندویي کوي.
د یوناما له خوا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د مارچ په ۸مه خپرو شویو موندنو کې ویل شوي چې، په افغانستان کې ډېری ښځې خوندي او اغېزمنو لارو ته لاسرسی نه لري څو خپل حقوق وغواړي، د تاوتریخوالي پر وړاندې خوندیتوب ترلاسه کړي او یا هم د سرغړونکو پر ضد عدالت وغواړي.
د سرچینې د راپور له مخې، دا وضعیت د هغو محدودیتونو له امله لا پسې سخت شوی چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان د حاکمو چارواکو له خوا پر ښځو لګول شوي دي.
د موندنو له مخې، یوازې ۱۴ سلنه ښځو ویلي چې، د شخړو حل لپاره رسمي خدماتو ته لاسرسی لري، په داسې حال کې چې دا کچه د نارینه وو تر منځ ۵۳ سلنه ده.
دغه موندنې د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په میاشت کې د کډوالۍ نړیوال سازمان، یوناما او یو اېن وومن له خوا د افغانستان په کچه د حضوري او انلاین سلا مشورو پر بنسټ چمتو شوې دي.
په دې سلا مشورو کې له ۸۰۰ څخه ډېرې ښځې او شاوخوا ۱۶۰ نارینه شامل وو.