Homeخبرونهملګري ملتونه: ۱۴ سلنه افغان ښځې رسمي خدماتو ته لاسرسی لري

ملګري ملتونه: ۱۴ سلنه افغان ښځې رسمي خدماتو ته لاسرسی لري

 تاند (یکشنبه د کب – حوت ۱۷مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) وايي چې، افغان ښځې د نارینه‌و په پرتله نږدې څلور چنده لږ، رسمي عدلي او قضايي مېکانېزمونو ته لاسرسی لري.

یوناما زیاته کړې دا چاره د عدالت په برخه کې د لویې تشې ښکارندویي کوي.

د یوناما له خوا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د مارچ په ۸مه خپرو شویو موندنو کې ویل شوي چې، په افغانستان کې ډېری ښځې خوندي او اغېزمنو لارو ته لاسرسی نه لري څو خپل حقوق وغواړي، د تاوتریخوالي پر وړاندې خوندیتوب ترلاسه کړي او یا هم د سرغړونکو پر ضد عدالت وغواړي.

د سرچینې د راپور له مخې، دا وضعیت د هغو محدودیتونو له امله لا پسې سخت شوی چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان د حاکمو چارواکو له خوا پر ښځو لګول شوي دي.

همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې سوسن فرګوسن ویلي چې عدالت ته لاسرسی د ښځو بنسټیز حق او د هغوی د خوندیتوب او کرامت مهم بنسټ دی.

هغې زیاته کړې چې کله ښځې له عدلي بنسټونو څخه محرومې شي، نو د هغوی خوندیتوب، خپلواکي او د مرستې غوښتلو محدود فرصتونه هم زیانمنېږي، په ځانګړي ډول د هغو ښځو لپاره چې له کورني تاوتریخوالي سره مخ وي.

د موندنو له مخې، یوازې ۱۴ سلنه ښځو ویلي چې، د شخړو حل لپاره رسمي خدماتو ته لاسرسی لري، په داسې حال کې چې دا کچه د نارینه وو تر منځ ۵۳ سلنه ده.

دغه موندنې د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په میاشت کې د کډوالۍ نړیوال سازمان، یوناما او یو اېن وومن له خوا د افغانستان په کچه د حضوري او انلاین سلا مشورو پر بنسټ چمتو شوې دي.

په دې سلا مشورو کې له ۸۰۰ څخه ډېرې ښځې او شاوخوا ۱۶۰ نارینه شامل وو.

د راپور له مخې، له نیمایي څخه ډېرو ښځو ویلي چې په تېر یو کال کې د دوی لاسرسی رسمي عدلي میکانیزمونو ته نور هم خراب شوی دی.

ښځو د دې وضعیت یو مهم لامل د ځینو بنسټونو ځنډول بللي دي.لکه د ښځو چارو وزارت، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، او همدارنګه د عدلي سکتور څخه د ښځینه مسلکي کسانو ایستل.

راپور زیاتوي چې د اختیاري سزاګانو په اړه د چارواکو ۱۲م فرمان هم د هغو ښځو لپاره نور خنډونه زیات کړي چې غواړي د عدلي سیستم له لارې خوندیتوب او عدالت ترلاسه کړي.

په موندنو کې دا هم ویل شوي چې ښځې د دودیزو غیررسمي میکانیزمونو لکه جرګو او شوراګانو ته هم د نارینه وو په پرتله لږ لاسرسی لري، چې له امله یې د شخړو د حل او یا د خوندیتوب غوښتلو فرصتونه نور هم محدود شوي دي.

په ورته مهال د ملګروملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش وايي، ټوله نړۍ کې ښځې د نارينه‌و په پرتله ۶۴ سلنه له قانوني حقونو برخمنې دي.

ګوتېرش وايي، بايد د تبعیضي قوانینو او کړنو پر ضد مبارزه وشي، څو د نړۍ په هر ځای کې د ښځو او نجونو لپاره عدالت، کرامت، فرصت او ازادي یقیني شي.

د مارچ اتمه نېټه داسې مهال رارسيږي، چې طالبانو ان د دې ورځې په نمانځلو هم بنديز لګولی او هم مهاله یې افغانستان کې نجونې او ښځې له زده‌کړو او کار بې‌برخې کړي او تفريحي پارکونو ته د دوی په ورتګ هم بنديز لګېدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...