Homeخبرونهد ایران په بریدونو کې د کویټ دوه امنیتي سرتېري وژل شوي

د ایران په بریدونو کې د کویټ دوه امنیتي سرتېري وژل شوي

 تاند (یکشنبه د کب – حوت ۱۷مه) د کویت رسمي خبري اژانس (KUNA) د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې، د دوی دوه سرحدي امنیتي سرتېري د ایران په بریدونو کې وژل شوي دي.

د سرچینې په وحواله دغه سرتېري نن سهار (د مارچ ۸مه) د دندې پرمهال وژل شوي دي.

یاد اژانس زیاته کړې چې، دا دوه کسان د کویت په خاوره کې د ایران د ډرون او توغندیو په روانو بریدونو کې وژل شوي.

په دې تړاو نور جزیات نه دي ورکړل شوي خو، د وژل شویو کسانو نومونه عبدالله عماد الشراح او عبدالعزیز المجمع اعلان شوي دي.

 د کویت  کورنیو چارو وزارت د دواړو کسانو پر وژنې خواشیني څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې امنیتي ځواکونه د هیواد د پولو او ملي امنیت ساتنه کوي.

کویت یو له هغو خلیجي هېوادونو دی چې په تېره اونۍ کې د ایران د توغندیو او ډرون بریدونو هدف ګرځېدلی او د دغه هېواد دفاعي سیسټمونو څو توغندي او ډرونونه شنډ کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

 (څلورم ټوک ـ ناچاپ) د ټاکنو بهیر برخه د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ ټاکنې په ۲۰۰۹ کال کې ما د امریکا غږ راډیو ګز و ګام کوله،...