لیکنه: کرشمه فدا
په افغانستان کې د ډېرو ښځو ژوند له ګڼو ننګونو، کړاوونو، محدودیتونو او جدي ټولنیزو، فرهنګي او اقتصادي ستونزو سره تړلی دی، خو د دې ټولو ستونزو تر څنګ یو بل مهم حقیقت هم شته، هغه دا چې افغاني ښځې د نه ستړې کېدونکو هڅو، حوصلې، زغم او د ښه راتلونکي لپاره له نه ماتېدونکو هیلو سره خپل ژوند پر مخ وړي. همدا ځانګړتیاوې دي چې هغوی د ستونزو پر وړاندې د پياوړتيا او دوام سمبول ګرځوي.
په بېلابېلو ټولنو کې لیدل کېږي چې ښځې د کورنیو د ثبات، د ماشومانو د روزنې او پالنې او د ټولنیز ژوند د دوام مهم محور جوړوي. د کورنۍ په جوړښت کې د ښځې رول یوازې د ورځنیو چارو تر سره کول نه دي؛ بلکې هغه د کورنۍ د فکري، عاطفي او اخلاقي فضا په جوړولو کې هم اساسي ونډه لري. سره له دې چې په ډېرو برخو کې د زده کړو او کاري فرصتونو کچه او انډول د ښځو لپاره محدود دی، خو هغوی بیا هم هڅه کوي چې د خپلو کورنیو په ژوند او د ټولنې په هوساینې او پرمختګ کې مثبت بدلون راولي او خپلې وړتياوې څرګندې کړي.
په دې وروستیو کلونو کې تر ټولو د پام وړ خبره دا ده چې د ښځو هڅې یوازې د اقتصادي فعالیتونو او مالي هوساینې لپاره نه وي. ښځې د کورنۍ د ثبات تر څنګ د ټولنیز بدلون غږ هم ګرځي. کله چې یوه ښځه زدهکړه وکړي یا کوم مسلکي مهارت ترلاسه کړي، زياتره وخت دا پوهه او تجربه له نورو ښځو سره هم شریکوي. دا بهیر په تدریجي ډول د پوهاوي د پراخېدو او د ټولنې د فکري ودې او پرمختګ لامل ګرځي.
په هغو پروګرامونو او فعالیتونو کې چې د ښځو د زدهکړو، مهارتونو لوړولو او د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ترسره کېږي، یو مهم حقیقت بیا بیا څرګند شوی دی. کله چې ښځو ته د زدهکړې او کار فرصت برابر شي، هغوی په لنډ وخت کې خپلې وړتیاوې ثابتوي او د پام وړ نوښتونه رامنځته کوي. ډېرې ښځې او نجونې د مهارتونو له زدهکړې وروسته د وړو او کوچنيو عایداتي فعالیتونو له لارې د خپلو کورنیو د مالي ملاتړ برخه ګرځي. دا بدلون یوازې اقتصادي اړخ نه لري؛ بلکې د باور، درناوي، ځان باورۍ، بساينې او ټولنیز ګډون په برخه کې هم ژور اغېز لري.
کله چې ښځه د کار او زدهکړې فرصت پیدا کړي، نه یوازې د خپلې کورنۍ اقتصاد ته وده او پرمختګ ورکوي، بلکې د ټولنې په فکري او اخلاقي فضا کې هم مثبت بدلون رامنځته کوي. همدا کوچني فرصتونه کولی شي په پرلهپسې ډول د ټولنې په چلن، فکر او لیدلوري کې بدلون راولي.
د دې ټولو هڅو سره سره لا هم د ښځو پر وړاندې ګڼ خنډونه موجود دي. اقتصادي ستونزې، د محدود فرصتونه او ځینې دودیز ټولنیز باورونه د ښځو د پرمختګ لاره ستونزمنه او محدوده کوي. په ځینو سیمو کې لا هم نجونې د زدهکړو له فرصتونو بېبرخې دي او ډېرې ښځې نه شي کولی په اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو کې فعاله ونډه واخلي.
له همدې امله د ښځو د پیاوړتیا هڅې باید یوازې په لنډمهالو او سطحي پروګرامونو پورې محدودې پاتې نهشي. اړتیا ده چې دې موضوع ته د یوې مهمې، جدي او ملي مسئلې په توګه وکتل شي، تر څو د ښځو ستونزې، ننګونې او شته فرصتونه په واقعي او هر اړخیز ډول وپېژندل شي. همدارنګه د حل لارې باید د ګډ فکر، همکارۍ او اوږدمهاله لیدلوري پر بنسټ رامنځته شي، څو دا بهیر د یوې دوامدارې او اغېزمنې پروسې په توګه پر مخ ولاړ شي.
په حقیقت کې د ښځو پیاوړتیا یوازې د ښځو موضوع نه ده، دا د ټولنې د راتلونکي له ثبات، پرمختګ او هوساینې سره نېغ په نېغه اړیکه لري. هغه ټولنې چې ښځو ته د زدهکړې، کار او پراخ ګډون زمینه برابروي، ډېر ژر د پرمختګ، سوکالۍ او ټولنیز ثبات پر لور حرکت کوي.
همدا لامل دی چې هر کال د مارچ اتمه د نړۍ په کچه د ښځو نړیواله ورځ لمانځل کېږي، د دې موضوع یادونه کوي چې د ښځو ونډه یوازې د کورنۍ په چوکاټ کې محدوده نه ده، بلکې ښځې د ټولنې د بدلون، پرمختګ او همغږۍ مهم عامل بلل کېږي.
د افغانو ښځو د پياوړتيا، زړورتیا، باور او دوامدارو هڅو کیسې څرګندوي چې سره له ټولو ستونزو او محدودیتونو، د بدلون هیلې لا هم ژوندۍ دي. که فرصتونه رامنځته شي او د ملاتړ فضا پراخه او پیاوړې شي، نو ښځې کولی شي د خپلو کورنیو او ټولنو د پرمختګ لپاره لا پراخ، اغېزمن او مهم رول ولوبوي.
د پايلې په توګه ويلی شو، که څه هم ښځې له ګڼو ستونزو، ننګونو او محدودیتونو سره لاس او ګريوان دي او پر مخ يې ډېر خنډونه په څپو دي، خو د هغوی اراده، زغم، هوډ او د ژوند لپاره مینه او وينه لا هم پیاوړې برېښي. د هرې ښځې يوه کوچنۍ هڅه، زدهکړه، هنر او بریا کولی شي د یوې کورنۍ ژوند کې غوره بدلون راولي او د ټولنې په راتلونکي کې د هيلو د يوې نوې رڼا څرک وبلل شي. که موږ د درناوي، همکارۍ او ملاتړ فضا لا پیاوړې کړو، نو دا به یوازې د ښځو لپاره کټوره نه وي، بلکې د کورنۍ او ټولې ټولنې لپاره د پرمختګ، ثبات او سوکالۍ نوې دروازې پرانیزي، ځکه کله چې ښځه پیاوړې شي، کورنۍ پیاوړې کېږي، کله چې ښځه زدهکړې ترلاسه کړي، کورنۍ په پوهه ښايسته شي او کله چې کورنۍ پیاوړې شي او په پوهه سمباله شي، نو ټولنه هم د روښانه راتلونکي پر لور ګامونه اخلي.