Homeخبرونهایکس د منځپانګې جوړوونکو لپاره د عاید نوي فرصتونه اعلان کړل

ایکس د منځپانګې جوړوونکو لپاره د عاید نوي فرصتونه اعلان کړل

تاند (بکشنبه، د کب/ حوت ۱۷ مه) د ایلن مسک تر مالکیت لاندې ټولنیزې رسنۍ ایکس (پخوانی ټویټر) اعلان کړی چې د منځپانګې جوړوونکو لپاره به نوي فرصتونه برابر کړي څو وکولای شي له خپلو پوسټونو څخه مستقیم عاید ترلاسه کړي.

د شرکت په وینا، په نویو ځانګړتیاوو کې ځانګړي تارونه (اکسکلوسیف تریډز) هم شامل دي چې د ګډون پر بنسټ د تادیې د دیوال په توګه به کار کوي. همداراز یو نوی ډاشبورډ او د شریکولو وړ د ګډون کارتونه هم د کاروونکو لپاره وړاندې کېږي.

د دې ځانګړتیاوو هدف دا دی چې د منځپانګې جوړوونکو لاسرسی زیات کړي او د عاید ترلاسه کولو لپاره نور فرصتونه رامنځته کړي.

په دې وروستیو کې ایکس د تادیه شوې همکارۍ نښه هم معرفي کړې ده چې پر سپانسر شوو پوسټونو لګېږي. د ځانګړو تارونو ځانګړتیا به په اصل کې د سرپاڼې یا ټیزر پوسټونو په توګه کار وکړي چې یوازې ګډون کوونکو ته به ښکاره کېږي او خلک به ګډون کولو ته هڅوي.

د یادونې ده چې په ایکس کې د منځپانګې جوړوونکو د عاید شریکولو پروګرام په ۲۰۲۳ کال کې په نړیواله کچه پیل شو. د دې پروګرام له مخې کاروونکي کولی شي له خپلو مشهورو پوسټونو څخه عاید ترلاسه کړي، او د نوو ځانګړتیاوو له لارې به دا پروګرام هغو کسانو ته چې لا ډېره منځپانګه یا مطالب خپروي، ګټور شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...