جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبشعرکابل / خان زمان کاکړ

کابل / خان زمان کاکړ

زه کابل ته لاړم او که نه، اوس مې په ياد نه دي

ما هلته کې وليدلو څه، اوس مې په ياد نه دي

ما يې په واټونو کې د ژوند که مرګ ديدار وکړ؟

ما ژوندي ليدلي وو که مړه؟ اوس مې په ياد نه دي

يا خو مې بايللې حافظه وه د خپل ستړي ژوند

يا مې هلته وبايللو زړه، اوس مې په ياد نه دي

دومره مې په ياد دي چې کابل له خوده و يستم

را يې کړل شراب او که اوبه، اوس مې په ياد نه دي

را يې کړ د خپل ژوند د وفا “د خپلواکۍ تړون”

ما يې تشکر وکړ په څه، اوس مې په ياد نه دي

هلته يې پر خړو کوڅو ګرځېد باچاخان که نه

پاته وه زړه پښتو که نه، اوس مې په ياد نه دي

*************

ما کابل ته يار ووې که ورور، ښه مې په ياد نه دي

ما ورته مدفن ووې که کور، ښه مې په ياد نه دي

و ژړل کابل زما د ژوند پر بې وسۍ باندې 

يا که يې راکړی وو پېغور، ښه مې په ياد نه دي

وويل کابل راته نظمونه د ننګيال که نه

وو يې که نه هغه د زړه زور، ښه مې په ياد نه دي

هره شپه مې اورېده د خپلې بخت زمينې ږغ

يا وو د زخمي مرغکۍ شور، ښه مې په ياد نه دي

ډک بازار روان وو، يوه څلي پرې لعنت وايه

وو د فرخندې يا ناهيد ګور، ښه مې په ياد نه دي

مينه د کابل وه خرابات د ده د زړه په شان

يا د ده د سر غوندې په پور، ښه مې په ياد نه دي

*************

چا چې کړې ځوانۍ تر کابل ځار، د هېرېدو نه دي

چا چې يې ساتلی دی وقار، د هېرېدو نه دي

هغه مېړني چې ځان يې هېر، کابل يې ياد وو

هغه مېړني خلک د شمار، د هېرېدو نه دي

هغه چې جهاد يې د کابل په ضد پاڅون ګاڼه

هغه چې شړل به يې اشرار، د هېرېدو نه دي

هغه چې تاريخ يې د کباړ خرڅ ته ور پرېنښود

هغه چې يې وساتل آثار، د هېرېدو نه دي

هغه چې يې لوڅ کړل مختورن د خدای په کور کې

هغه څو سړي د افتخار، د هېرېدو نه دي

هغه چې بايد واکمنان نن هم په کابل کې وای 

هغه چې بايد نه وای په دار، د هېرېدو نه دي

*************

چا کابل کړ وران او چا آباد؟ کابل ته پته ده

څه وو انقلاب، څه وو جهاد؟ کابل ته پته ده

څومره روسيه پردۍ او څومره امريکه خپله؟

څو دی مسلمان اسلام آباد؟ کابل ته پته ده

جرم د همه وطن پرستو وو کابل ساتل

ځکه يې تورن کړل په الحاد، کابل ته پته ده

جرم د نجيب وو خپله خاوره خپل سنګر ساتل

ځکه شو پنجاب ورته جلاد، کابل ته پته ده

نشته اوس هغه مينه، هغه د پښتونوالې ږغ

سوړ شو د اټک د لوري باد، کابل ته پته ده

نشته له چتراله تر بولانه څوک چې قام ګټي

نه د چا سبق د ننګ په ياد، کابل ته پته ده

*************

ما او کابل غبرګ سره ژړلي، موږ يو دوه مئين 

موږ د يو او بل په درد اخښلي، موږ يو دوه مئين

ما او کابل دواړه د يوه جنګ اتلان پاته

موږ دواړه د يو سنګر ښاغلي، موږ يو دوه مئين

زه او کابل يو ځای پېدا کړي يو د مينې خدای

هر څه مو دي يو بل ته بخښلي، موږ يو دوه مئين

زړونه مو په يو ورځ پېدا شوي دي يو بل لره

زړونه مو په يو ورځ دي بايللي، موږ يو دوه مئين

موږ په يوه زړه باندې خندلي هم ژړلي دي

موږ په يو نظر ژوند ته کتلي، موږ يو دوه مئين

موږ په توره شپه کې غېږ په غېږ سره جوړه ويده

موږ سپېده داغ يو ځای پاڅولي، موږ يو دوه مئين

*************

۸ ستمبر ۲۰۱۶م کال

2 COMMENTS

  1. Kakar saheb,
    hila laram
    daa khel nazmona de pakhtunkhoa aw quetta pakhtun zwanaano ta wawra wa chi, Afghanaano te kanzali kawi.

    aw pe pakistan aw urdu jaba naaz kawi. aw waaye chi de pakistan le paara be khpal sar qurbana wi.

    de pakhtanu de masharaanu qusur daa dai chi Afghanano te sherona waaye, aw zan Afghan gani. kho panjabianu te wiaaye chi asal pakistani dai. ham daa waja de chi pakhtana zwanan per pakistan sar war kawi.
    bakhana ghoaram. ihsasati shom

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب