تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۵ مه) په چین کې یوې نوې څېړنې ښودلې چې د نارینهوو او ښځو د زړښت بهیر په پام وړ ډول له یو بل سره توپیر لري او د دې توپیر نښې د وینې په عادي معایناتو او طبي ارزونو کې هم لیدل کېدای شي.
دا څېړنه د چین د علومو اکاډمۍ اړوند د بایوانفارماتیک ملي مرکز، د پلازمېنې د طبي پوهنتون د شوانوو روغتون او یو شمېر نورو بنسټونو څېړونکو کړې ده.
څېړنه چې په نړیواله علمي مجله Nature Aging کې خپره شوې، په ټول چین کې د ۱۸ او ۹۸ کلونو ترمنځ د څه باندې ۱۰۴ زره کسانو روغتیايي معلومات ارزولي دي.
څېړونکو د دغو کسانو د وزن، کولېسټرول، د وینې د شکر کچې او نورو په ګډون ۱۷۲ عام روغتیايي شاخصونه څېړلي او د دغو معلوماتو پر بنسټ یې د «زړښت ځانګړی ساعت» جوړ کړی، څو معلومه کړي چې د عمر له زیاتېدو سره د انسان په بدن کې ستر بدلونونه په کوم پړاو کې رامنځته کېږي.
څېړنې موندلې چې په نارینهوو کې د زړښت تر ټولو مهم پړاو د ۳۵ او ۴۵ کلونو ترمنځ دی. په دې لس کلنه دوره کې د هغوی په میتابولیزم کې د پام وړ بدلونونه رامنځته کېږي او د بدن د وزن د تناسب ترڅنګ د ټرایګلیسېرایډونو او کولېسټرول کچه هم لوړېږي.
په ښځو کې بیا ستر بدلونونه نسبتاً وروسته، د ۵۵ او ۶۵ کلونو ترمنځ څرګندېږي. دا موده عموماً د میاشتني عادت د بندېدو (مینوپاز) له پړاو سره نژدې وي. په دې مرحله کې د ښځو په هورمونونو کې د پام وړ بدلونونه رامنځته کېږي او په بدن کې د غوړو او کولېسټرول کچه هم لوړېږي. خو څېړنې ښودلې چې د عمر له زیاتېدو سره د نارینهوو او ښځو ترمنځ فزیکي توپیرونه په تدریجي ډول کمېږي.
څېړونکو همدارنګه موندلې چې په وینه کې ګلوکوز، غوړ، یوریک اسید او د تومورونو اړوند دوه بایومارکرونه، CEA او HE4، د عمر له زیاتېدو سره په بدن کې راټولېږي او له بیولوژیکي زړښت سره نژدې تړاو لري.
د دې لپاره چې معلومه کړي دغه مواد یوازې د زړښت نښې دي که په خپله هم د زړښت په بهیر کې رول لري، ساینسپوهانو د انسان د وینې د رګونو حجرې په لابراتوار کې د دغو موادو له لوړې کچې سره مخ کړې. په حجرو کې د زړښت څرګندې نښې راڅرګندې شوې، چې ښيي دا عوامل ښايي د زړښت په بهیر کې هم ونډه ولري.
څېړنې یو هیلهبخښونکی اړخ هم درلود. څېړونکو وموندله چې د زړښت ځینې اغېزې ښايي تر یوه حده بېرته را وګرځول شي. د بېلګې په توګه، مېټفورمین چې د شکرې ناروغۍ په درملنه کې کارېږي، د وینې د لوړ ګلوکوز له امله د حجرو د زړښت له زیانونو څخه د وینې د رګونو حجرې تر یوه حده خوندي کړې.
په یوه بله تجربه کې، کله چې موږکان له ډېرو غوړو خوړو څخه عادي خوړو ته واړول شول، د هغوی په ځیګر کې د زړښت اړوند څرګند ښهوالی ولیدل شو.
د څېړنې یوه مخکښ څېړونکي، ژیونګ موزاو، وویل چې دا موندنې ښيي د خوړو ښه کول او د وینې د ګلوکوز کچې کنټرولول ښايي د میتابولیک فشار د کمولو او د زړښت د بهیر د ورو کولو لپاره احتمالي لارې وي.
بل څېړونکي، لي جیامېنګ، وویل چې د عمر له زیاتېدو سره د تړلی میتابولیک بار کمول ښايي د سالم زړښت لپاره یوه هیلهبخښونکې تګلاره وي. د هغه په وینا، څېړنه دا هم څرګندوي چې د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې د نارینهوو او ښځو لپاره جلا طبي ارزونې او درملیزې لارې چارې مهمې دي.