تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۲ مه) وروسته له هغه چې د هېسن ایالت چارواکو د فدرالي پولیسو هغه معلومات شریک کړل چې پر اساس یې افغانستان ته د افغانانو د استولو بهیر نور یوازې په مجرمانو او امنیتي ګواښونو پورې محدود نه دی، د بخښنې نړیوال سازمان (Amnesty International) د جرمني پر دې تګلارې سختې نیوکې وکړې،
د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې، د هېسن د کورنیو چارو وزارت د جولای میاشتې په پیل کې د فدرالي پولیسو د معلوماتو له مخې ویلي چې د افغان وګړو د پېژندنې لپاره مخکینی محدودیت، چې یوازې مجرمان او امنیتي ګواښونه یې رانغاړل، لغوه شوی دی.
د هېسن د کورنیو چارو وزیر رومان پوزیک ویلي چې فدرالي حکومت داسې شرایط برابر کړي چې په راتلونکي کې افغانستان ته د هغو کسانو منظم استول ممکن شي چې له جرمني د وتلو قانوني مکلفیت لري.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د اوسني حکومت په دوره کې ۱۷۳ افغان نارینه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. د وزارت ویاندې تایید کړې چې دا ټول کسان مخکې د جرمني د عدلي او جنايي سیستم له خوا ثبت شوي وو.
جرمني له ۲۰۲۴ کال راهیسې افغانستان ته د ایستلو بهیر بېرته پیل کړی دی. د ۲۰۲۵ کال د ائتلافي حکومت په تړون کې راغلي: «موږ به افغانستان او سوریې ته، د ایستلو بهیر د مجرمانو او هغو کسانو په لېږلو پیل کړو چې امنیتي ګواښ ګڼل کېږي.»
خو د کورنیو چارو وزارت ویاندې ویلي چې که څه هم تمرکز یې تر اوسه پر مجرمانو و، نه اوسنی قانون او نه هم د ائتلافي حکومت تړون دا شرط لري چې ایستل یوازې په مجرمانو پورې محدود وي.
د جرمني د استوګنې قانون له مخې، بهرنی وګړی هغه مهال ایستل کېږي چې د جرمني پرېښودو قانوني مکلفیت ولري؛ د وتلو مهلت ورته نه وي ورکړل شوی، یا مهلت یې پای ته رسېدلی وي؛ او د ایستلو پر وړاندې کوم قانوني خنډ موجود نه وي.
د دې قانون عملي کول د جرمني د ایالتونو مسوولیت دی، او هره قضیه په جلا توګه ارزول کېږي.
د بخښنې نړیوال سازمان غبرګون
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې افغانستان ته د خلکو ایستل د جرمني د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو له ژمنو سره په ټکر کې دي.
د دې سازمان د پناه غوښتنې کارپوهې نینا علیزاده مرندي ویلي چې د طالبانو له ادارې سره د جرمني همکاري د دې سبب کېږي چې جرمني د فشار او باج اخیستنې پر وړاندې زیانمن شي.
هغې زیاته کړې چې جرمني چارواکي د چا تر ایستلو مخکې، د افغان وګړو د هویت د تثبیت او د سفري اسنادو د ترلاسه کولو لپاره هغوی د افغانستان له رسمي استازو سره معرفي کوي.
د فریدون توفان قضیه
بخښنې نړیوال سازمان د ۴۶ کلن افغان فریدون توفان قضیه هم یاده کړې او ویلي یې دي چې نوموړی ښايي د هغو لومړنیو کسانو له ډلې وي چې له کومې جنايي سابقې پرته افغانستان ته استول کېږي.
د راپورونو له مخې، توفان په ۲۰۲۲ کال کې جرمني ته د پناه غوښتونکي په توګه تللی و او هلته یې کار کاوه. د پناه غوښتنه یې رد شوې وه، خو د استوګنې موقتي اجازه یې لرله.
د اپرېل په منځ کې ایټالیا ته د سفر له امله یې د استوګنې د اجازې شرطونه په ناپوهۍ سره مات کړل. کله چې بېرته جرمني ته ستون شو، د ایستلو لپاره ونیول شو.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې نوموړی به راتلونکې اوونۍ په یوې چارټر الوتکې کې افغانستان ته ولېږدول شي، او دا یې بېساری اقدام بللی دی.
دغه سازمان همدارنګه ویلي چې لږ تر لږه پنځه نور افغانان چې هېڅ جنايي سابقه نه لري، اوس مهال د ایستلو لپاره په توقیف کې ساتل کېږي.