Homeداسې هم شتهسېل له هند څخه په چناب سین کې پاکستان ته یو پیل...

سېل له هند څخه په چناب سین کې پاکستان ته یو پیل وړی

تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۲ مه) د چناب سیند د وروستیو سېلونو په ترڅ کې یوه نادره پېښه شوې، او هغه دا چې یو پیا یا فیل د اوبو له قوي بهیر سره له هند څخه پاکستان ته ورغلی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په چناب سیند کې د سخت سېل له امله پیل د اوبو په جریان کې پاکستاني خاورې ته داخل شو، د سیمې اوسېدونکي پرې راټول شول.

د پېښې د خبر له ترلاسه کولو وروسته، اړوندو ادارو او د ژغورنې (ریسکیو) ډلو د پیل د وضعیت ارزونه پیل کړې ده. چارواکي هڅه کوي چې د پیل خوندیتوب ډاډمن کړي او هغه یو خوندي ځای ته ولېږدوي.

دا غیر معمولي پېښه په ټولنیزو رسنیو کې هم په چټکۍ سره خپره شوې، او ګڼو کاروونکو دا د چناب سیند د سېلونو له امله رامنځته شوې یوه ځانګړې پېښه بللې ده.

کارپوهان وایي چې د سختو سېلابونو او په سیندونو کې د اوبو د کچې د لوړېدو په لړ کې، وحشي ژوي کله ناکله له خپلو طبیعي استوګنځایونو لرې وځي، چې له امله یې دا ډول پېښې رامنځته کېږي.

همداراز، د چناب سیند وروستي سېلونه په سرحدي سیمو کې د اوبو د فشار د زیاتوالي او د خلکو د بې‌ځایه کېدو ستونزې هم رامنځته کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، کتاب علمي او تحلیلي ارزونه

اسدالله غيرت سریزه د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، د عاشق الله اخلاص‌یار هغه فکري، ټولنیز او تحلیلي اثر دی چې د انسان او ټولنې د...