Homeخبرونهد ایران بشري مرستې نورستان ته ورسېدې

د ایران بشري مرستې نورستان ته ورسېدې

 تاند (پنجشنبه د اسد/زمري لومړۍ) کابل کې د ایران سفارت ویلي، چې د دغه هېواد د بشري مرستو کاروان د نورستان ولایت مرکز پارون ښار ته رسېدلی دی.

دغه سفارت نن (پنجشنبه، د اسد لومړۍ) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې مرستو کې اوړه، غوړي او نور اړین خوراکي توکي شامل دي.

خبرپاڼه کې لیکل شوي چې، دغه مرسته د نورستان د وروستیو سېلابونو زیانمنو ته ځانګړي شوي دي.

تر دې وړاندې هند د نورستان د سېلاب ځپلو د ملاتړ لپاره د بشري مرستو یوه جوپه افغانستان ته لېږلې وه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) پرون اعلان وکړ، چې د افغانستان په ختیځ کې سېلاب ځپلي بېړنیو سرپناه‌وو، خوراکي توکو او روغتیايي خدمتونو ته سخته اړتیا لري.

د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د شمېرو له مخې، په نورستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۳ کسان مړه شوي، ۸۰ نور ټپیان دي او نږدې ۱۰۰ کسان لا هم ورک بلل کېږي.
بشري مرستې د سېلاب ځپلو د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مهمې دي، خو د زیانونو د کمولو او د خلکو د ژوند د عادي کېدو لپاره دوامدارې او همغږې مرستې لا هم اړینې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، کتاب علمي او تحلیلي ارزونه

اسدالله غيرت سریزه د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، د عاشق الله اخلاص‌یار هغه فکري، ټولنیز او تحلیلي اثر دی چې د انسان او ټولنې د...