Homeخبرونهد جرمني له هسن ایالت څخه د افغانانو د ایستنې پروسه ګړندۍ...

د جرمني له هسن ایالت څخه د افغانانو د ایستنې پروسه ګړندۍ کېږي

 تاند (پنجشنبه د اسد/زمري لومړۍ) د جرمني د هسن ایالت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له دغه ایالت څخه د افغانانو د بېرته ستنولو پروسه ممکن زیاته شي.

د ایالت چارواکي وايي چې، راتلونکي اوونۍ به یوازې مجرمین نه بلکې نور هغه کسان هم وباسي چې، امنیتي ګواښ ګڼل کیږي.

د هسن ایالت د کورنیو چارو وزیر رومان پوزک زیاته کړې، هغه خلک چې جرمي مخینه لري لاهم به د ایستلو د لېست په سر کې وي؛ خو هغه افغانان چې باید د جرمني قانون له مخې له هېواده ووځي ممکن هم په دې پروسه کې شامل شي.

د هس ایالت د چارواکو په وینا، د دې اقدام هدف د کډوالۍ قوانین پلي کول او د هغو خلکو برخلیک ټاکل دي چې په جرمني کې د پاتې کېدو حق نه لري.

دا پرېکړه وروسته له هغه کیږي چې د جرمني فدرالي حکومت د افغانانو د ایستنې لپاره نور قانوني اساسات چمتو کړل.

په ورته وخت کې، د هسن د کډوالو شورا پر دې پالیسۍ نیوکه کړې او ټینګار یې کړی چې، د خلکو د بېرته ستنولو پرمهال باید په افغانستان کې امنیتي شرایط او د بشري حقونو وضعیت هم په پام کې ونیول شي.

جرمني له کلونو راهیسې د لوی شمېر افغان کډوالو کوربه توب کوي.

د هغو کسانو د بېرته ستنولو مسله چې د استوګنې غوښتنلیکونه یې رد شوي یا اړ دي چې له المان څخه ووځي، د هېواد د کډوالو په پالیسۍ کې یوه جنجالي مسله ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...