Homeخبرونهد فوټبال د نړیوال جام په لړ کې د ډیویډ بکام ستر...

د فوټبال د نړیوال جام په لړ کې د ډیویډ بکام ستر عاید رسنیز شو

تاند (جمعه، د زمري/ اسد ۲ مه) د انګلستان د فوټبال پخواني ستوري ډیویډ بکام د ۲۰۲۶ نړیوال جام پر مهال دومره عاید ترلاسه کړی چې د شکیرا، جسټین بیبر او تیموتي شالامه له عوایدو هم لوړ و. د سیالیو په ترڅ کې د بکام پراخ حضور او د نړۍ له مشهورو سوداګریزو شرکتونو سره په تبلیغاتي کمپاینونو کې ګډون، هغه د دې نړیوال جام له مهمو سوداګریزو څېرو څخه ګرځولی و.

بکام، چې د انګلستان د ملي لوبډلې او د مانچسټر یونایټډ کلب پخوانی ستوری دی، د نړیوال جام په بېلابېلو پروګرامونو کې ګډون وکړ او د اډیډاس، بانک آف امریکا، لیز، مک‌ډونالډ او پېپسي په څېر لویو برانډونو په اعلانونو کې هم راڅرګند شو.

د بازار د شنونکو د اټکل له مخې، د بکام او د هغه د مېرمنې وېکټوریا بکام ګډه خالصه شتمني شاوخوا ۲.۲ میلیارد یورو ده، او یوازې د ۲۰۲۶ نړیوال جام له لارې بکام نژدې ۲۳ میلیون یورو عاید ترلاسه کړی دی.

دغه عاید:

د شکیرا له ۱۸ میلیونه یورو عاید څخه زیات دی؛
او د جسټین بیبر او تیموتي شالامه له ۱۴-۱۴ میلیون یورو عاید څخه هم لوړ دی.

 شکیرا د نړیوال جام د پرانیستې او د پایلوبې د منځنۍ وقفې (هاف ټایم) د هنري اجراوو له درکه عاید ترلاسه کړی دی.

دا معلومات د بریتانیا سن (The Sun) او میرر (Daily Mirror) ورځپاڼو د برانډ او کلتور د شنونکو په حواله خپاره کړي دي.

د بکام عاید او د انګلستان ملي لوبډلې د انعام پرتله

 د ۵۱ کلن بکام ۲۳ میلیون یورو عاید د انګلستان د ملي لوبډلې د ټولو لوبغاړو د درېیم مقام د انعام له مجموعې څخه شاوخوا ۹.۶ میلیون یورو زیات و.

د انګلستان فوټبال فدراسیون د نړیوال جام له جایزو څخه ۲۶.۴ میلیون یورو ترلاسه کړل، چې نژدې نیمایي یې لوبغاړو او تخنیکي کادر ته ځانګړې شوې ده.

د راپور له مخې، هر لوبغاړی به د ۴۲۰ زره او ۵۰۴ زره یورو ترمنځ انعام ترلاسه کړي.

فدراسیون د ملاتړ کوونکي کادر لپاره هم ځانګړی انعامي صندوق جوړ کړی و. د لوبډلې روزونکي توماس توخل هم، سره له دې چې د ارجنټاین پر وړاندې د نیمه پایلوبې د ماتې له امله تر سختو نیوکو لاندې و، د پام وړ ځانګړی انعام ترلاسه کړ.

د بکام کورنۍ سوداګریز بریالیتوب

د «بکام برانډ» په امریکا کې ډېر پیاوړی سوداګریز ارزښت لري. ډیویډ بکام، چې پخوا یې پنځه کاله د لاس‌انجلس ګلکسي لپاره لوبه کړې، اوس د انټر میامي فوټبال کلب له مالکانو څخه دی.

د هغه زوی بروکلین بکام هم، سره له دې چې له کورنیو جنجالونو سره مخ و، د نړیوال جام له تبلیغاتي فرصتونو څخه ښه ګټه واخیسته او شاوخوا ۱.۲ میلیون یورو یې عاید ترلاسه کړ.

د بروکلین ډېره برخه عاید د DoorDash شرکت له یوه ګټور تبلیغاتي تړون څخه ترلاسه شوی دی.

د برانډ او کلتور کارپوه نیک اېډ ویلي:

«که څه هم پر بروکلین ډېرې نیوکې کېږي، خو نړیوال برانډونه باور لري چې د هغه کورنی نوم، په ټولنیزو رسنیو کې پراخ لاسرسی او نړیوال شهرت لا هم د میلیاردونو لیدونکو لرونکو پېښو لپاره لوړ سوداګریز ارزښت لري. دغه اعلان او ورسره ډېره شوې پاملرنه د هغه د شخصي برانډ ارزښت لا پسې لوړ کړی دی.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم   د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...