لیکوالان: محمدرضا سروش او رقیه زعفرانلو (د جنوبي خراسان د فرهنګي میراث عمومي ادارې د لرغونپوهنې لوړپوړي کارپوهان)
ژباړن: سیلانی
شپږم فرمان: د تیمورشاه دراني فرمان
۱. د فرمان موضوع: د میر سید علي ګزیکي د لمسي، میرزا قاسم، د مالیې کمول.
۲. د فرمان نېټه: ۱۱۹۶ هـ.ق.
۳. د مُهر مسجع لیکنه: «یا هو، المُلکُ لله؛ عَلَم شد از عنایات الهی، به عالَم دولت تیمورشاهی، ۱۱۸۶.»
۴. د فرمان متن:
بسم الله خیرالاسماء
بسم الله الرحمن الرحیم
اعوذ بالله تعالی شأنه، همایوني فرمان صادر شو: د قاین او طبس مسینا د الکا اوسني او راتلونکي حاکمان او کارکوونکي، چې په شاهانه لورېینه سرلوړي شوي دي، پوه دې شي: څرنګه چې د جنتالمکان خاقان ـ انارالله برهانه ـ د لیکلي فرمان له مخې هر کال دوه تبریزي تومان د مالیې د کمښت په بڼه د شرافت او نجابت خاوند، لوړپوړي میرزا قاسم په ګټه ټاکل شوي و؛ نوموړی د مرحوم او مغفور میر سید علي جزیکي لمسی دی. دغه اندازه پر نوموړي له وضع شوې دولتي مالیې څخه کمه شوې وه، ترڅو هر کال یادې شوې پیسې د خپلې ګوزارې لپاره ولګوي، د دیني علومو پر زدهکړه بوخت وي او د تلپاتې دولت د پایښت لپاره دعا وکړي. په دې وخت کې د شرافت خاوند یاد میرزا قاسم د مبارک لیکلي فرمان د تایید غوښتنه وکړه. څرنګه چې د عالمانو او پوهانو پالنه هر وخت د اشرف مقام د فیضبښونکي نظر وړ ده.
یاد دوه تومان دې د جنتالمکان خاقان د لاسکښلي فرمان له مخې هر کال د مالیې د کمښت په بڼه ټاکل شوي وګڼي. د رسید پر بنسټ، چې د مبارک فرمان په رسمي نقل کې درج شوی، یاده اندازه دې په خپلو لګښتي حسابونو کې اجرا شوې او محاسبه شوې وشمېري او د نوي فرمان غوښتنه دې نه کوي.د اعلی دیوان درانه او ستر مستوفیان دې د دغه واجبالاطاعه مبارک فرمان رسمي نقل په اړینو دفترونو کې ثبت کړي او له ټاکلي حکم سره سم دې هر کال یاده اندازه د قاین او طبس د الکا د حاکم او کارکوونکو په لګښتي حساب کې اجرا شوې او محاسبه شوې وګڼي. ټول اړوند لوري دې د دغه حکم پلي کول پر خپله غاړه لازم وبولي. دا فرمان د ۱۱۹۶ هـ.ق. کال د جماديالاول په میاشت کې ولیکل شو.
د سند د متن په اړه څرګندونې
۱. لکه څنګه چې د دغه فرمان له متن څخه څرګندېږي، دا فرمان د احمدشاه دراني د ۱۱۶۸ هـ.ق. نېټې د فرمان تایید دی.
۲. په دې فرمان کې یو ځل بیا د قاین او طبس مسینا دوهګونی سیمهییز وېش لیدل کېږي.
۳. په دې فرمان کې، د احمدشاه دراني د ۱۱۷۱ هـ.ق. نېټې له فرمان سره په توپیر کې، د سیمې د حاکم نوم نه دی یاد شوی.
نوټ: څلورمه برخه، بله برخه هم لري.
۷مه ګڼه سند (د زمانشاه فرمان)
۱. د سند موضوع: د قاین د سنيخانې له سیمو څخه د طبس بلوک د شرعي قاضي په توګه د میرزا قاسم (جزیکي) ګومارنه.
۲. د سند نېټه: ۱۲۰۹ هـ.ق.
۳. پر مُهر کښل شوی مسجع عبارت: «الله، یا هو؛ قرار داد ز الطاف خویشتن یزدان، نگینِ حکمِ جهان را به نام شاهزمان، ۱۲۰۸.»
پښتو معنی: «الله، یا هو! خدای په خپله لورېینه د نړۍ د واک د مُهر غمی د شاهزمان په نوم کړ.»
۴. د سند متن:
«اعوذ بالله تعالی شأنه.
همایوني فرمان صادر شو: دا چې تر دې وړاندې، د جنتالمکان سلطان د لیکلي فرمان له مخې، د نجابت خاوند او د فضیلت څښتن میرزا قاسم د قاین د سنيخانې له سیمو څخه د طبس بلوک د قضا مقام ته لوړ او د شرعي قاضي په توګه ګومارل شوی و. د هغه لپاره تنخوا هم ټاکل شوې وه، چې هر کال به یې ترلاسه او پر خپلو اړتیاوو به یې لګوله او د شرعي حکمونو د پلي کولو چارې به یې پر غاړه اخیستې. په دې وخت کې نوموړي د مبارک لیکلي فرمان د تایید او نافذ ساتلو غوښتنه وکړه.
له همدې امله، د روان مبارک پارسییل کال د شپږمیاشتنۍ دورې له پیله مو نوموړی، د پخوانۍ کړنلارې او د جنتالمکان سلطان په فرمان کې د لیکلي حکم له مخې، د قاین د الکا د اهلسنتوجماعت له سیمو څخه د طبس بلوک د قضا مقام ته لوړ او د قاضي په توګه وګوماره. د هغه تنخوا او نور ټاکلي مالي حقونه مو هم د پخوا په څېر ورته پر خپل حال ټینګ وساتل، ترڅو هر کال یې د پخوانۍ کړنلارې له مخې ترلاسه او پر خپلو اړتیاوو ولګوي، شرعي حکمونه پلي کړي او خپل ښه خدمت، پوهه او وړتیا څرګنده کړي. د یادو سیمو رعیت او عام خلک دې د پوهې او فضیلت خاوند میرزا قاسم د هغه ځای قاضي وپېژني او د هغه له وینا او حسابي او شرعي صلاحیت څخه دې نه وځي. درانه او ستر مستوفیان دې د دغه مبارک فرمان رسمي نقل په اړوندو دفترونو کې ثبت کړي. د ۱۲۰۹ هـ.ق. کال د ربیعالاول په میاشت کې ولیکل شو.
د سند د متن په اړه څرګندونې
۱. شرعي قاضیانو له حکومت څخه ټاکلې تنخوا ترلاسه کوله.
۲. دا فرمان هم د پخوانیو فرمانونو تایید دی، چې له مخې یې میرزا قاسم د طبس مسینا بلوک د شرعي قاضي په توګه ګومارل شوی و.
۳. په دې فرمان کې طبس مسینا د قاین د سنيخانې له سیمو څخه د یوه بلوک په توګه یاد شوی دی. په بله وینا، قاین د مرکز او طبس مسینا یې د یوې تابع سیمې په توګه ګڼل شوی و. څرنګه چې په دې سیمه کې اهلسنت اوسېدل، نو دا سیمه د «سنيخانې» په نوم یاده شوې ده.
۴. د دې فرمان په وروستۍ فقره کې یو د پام وړ محدودوونکی قید راغلی دی: «… د یادو سیمو رعیت او عام خلک دې د فضیلت خاوند میرزا قاسم د هغه ځای قاضي وپېژني او د هغه له وینا او حسابي او شرعي صلاحیت څخه دې نه وځي.» د «حسابي» او «شرعي» کلمو راوړل په دې معنا دي چې که د قاضي د واک له دې ټاکلې ساحې څخه بهر کوم حکم صادر شي، د پلي کېدو وړ به نه وي. دغه محدودوونکی قید د احمدشاه دراني د ۱۱۷۹ هـ.ق. کال د رجبالمرجب د ۲۶مې نېټې په فرمان کې هم لیدل کېږي.
پایله
لکه څنګه چې د سندونو له منځپانګې او تاریخي سرچینو څخه څرګندېږي، احمدشاه دراني تر واکمنېدو او د دراني دولت تر جوړولو وروسته وتوانېد چې خپل قلمرو د لوېدیځ پر لور تر مشهد پورې وغځوي. د نادرشاه زامنو هم د هغه تر ملاتړ لاندې په خراسان کې خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړ. په دې موده کې د خراسان سیاسي ډګر د ګڼو جګړو او سیاسي شخړو ښکار و، چې د واک او واکمنۍ دعوه کوونکو رامنځته کړې وې. د تاریخي سرچینو له مخې، چې په دې لیکنه کې یاد شوي سندونه یې هم تاییدوي، احمدشاه دراني پر «امیر علمخان اول» تر بریا وروسته د هغه قلمرو، چې قهستان، سیستان او ان د اوسني افغانستان ځینې سیمې یې رانغاړلې، تر خپلې ولکې لاندې راوستې. د دغو سیمو اوسېدونکو دراني دولت ته مالیه ورکوله.
حسیني جامي د احمدشاه د واکمنۍ د اتم کال، یعنې ۱۱۶۷ هـ.ق. کال، د پېښو په بیان کې د طبس مسینا او قاین د کلاوو نیولو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د دغو سیمو په نیول کېدو سره د سیمې له خلکو څخه د تېري لاس لنډ شو. د احمدشاه ځواکونو لومړی طبس مسینا او وروسته قاین ونیول. په قاین کې «سلیمانخان کیاني» د حکومت پر دنده وګومارل شو؛ خدابخشخان نخعي هم د کلانترۍ پر دنده وګومارل شو او د تون او طبس ګلشن د کلاوو د نیولو دنده ور وسپارل شوه.
د یادونې وړ خبره دا ده چې په شته سیمهییزو تاریخي سرچینو کې نه یوازې د هغه مهال پېښو ته ډېره پاملرنه نه ده شوې، بلکې د خزیمه کورنۍ هم په وروستیو پېړیو کې د قهستان د بلامنازعه واکمنانو په توګه راپېژندل شوې ده؛ حال دا چې حسیني جامي په تاریخ احمدشاهي کتاب کې په قاینات کې د احمدشاه دراني له خوا د حاکم ټاکلو ته اشاره کوي او راپېژندل شوي سندونه هم پر قاینات د احمدشاه واکمني څرګندوي.همدارنګه، مجتهدزاده د امیر علمخان اول تر مړینې وروسته د پېښو په اړه، د هنري بلو له قوله، د امیر علمخان زامن د دراني شاهانو له تابعانو څخه بللي او لیکلي یې دي: «که څه هم داسې شواهد نشته چې د دراني شاه پر وړاندې د دغو امیرانو تابعوالی څرګند کړي، خو د هغوی نه تابعوالی هم د ثابتولو وړ نه دی.
سره له دې، دا منل ستونزمن نه دي چې د امیر علمخان تر ماتې او وژل کېدو وروسته، د هغه زوی او ځایناستي امیر اسداللهخان [میرعلي] به پر قاینات او سیستان د خپلې کورنۍ د واک د ساتلو په بدل کې د دراني شاه واکمني منلې وي. که داسې وي، بلو یادونه کوي چې دغه تابعوالی ډېر دوام ونه کړ؛ ځکه لیکي: «د [دراني] واکمنې کورنۍ د ټوټه کېدو پر مهال، امیر اسدالله [میرعلي] له هر پلوه خپلواک شو» (مجتهدزاده، ۱۳۸۴: ۲۰۸). بلو، چې پر قاینات د احمدشاه تر واکمنۍ څه باندې یوه پېړۍ وروسته یې له دې سیمې لیدنه کړې وه، که خبره یې سمه وي، نو شونې ده چې احمدشاه به د پېښو د توپان تر سړېدو وروسته په دې سیمه کې واک بېرته د خزیمه کورنۍ ته ورکړی وي. په ټولیز ډول ویلای شو چې احمدشاه دراني له بېلابېلو سیمهییزو واکمنانو سره له شخړو ډډه کوله؛ په بله وینا، د کړکېچ کمولو تګلاره یې په پام کې درلوده.
د احمدشاه د فرمانونو پر بنسټ دې پایلې ته رسېدلی شو چې نوموړي د خپلې واکمنۍ پر مهال، پر مشهد سربېره، د خراسان پر مرکزي او سویلي برخو هم واک درلود او په ځانګړې توګه د خراسان سویلي سیمو دراني دولت ته خراج ورکاوه. خو د احمدشاه تر مړینې او د هغه د زوی تیمورشاه تر واکمنېدو وروسته، د دراني کورنۍ د واک د کمزورېدو او په خراسان کې د آغامحمدخان قاجار د پوځي وړاندې تګ له امله، دغه سیمه د احمدشاه د ځایناستو له واکه ووتله. سره له دې، د تیمورشاه او زمانشاه د دوو فرمانونو پر بنسټ ویلای شو چې د سنيخانې جلګه لا هم د دراني کورنۍ تر اغېز لاندې پاتې وه (د اووم سند انځور).
له راپېژندل شویو سندونو څخه یوه بله مهمه پایله دا ترلاسه کېږي چې لکه څنګه چې د خزیمه خانانو ځواک ورو ورو زیاتېده، هغوی د سیمې نور واکمنان او خانان په بېلابېلو لارو د واک له ډګره ایستل؛ د بېلګې په توګه، په سیمهییزو جګړو کې ښکېلېدل، لکه د میرزا بقاخان درمیاني له زامنو سره جګړه، او د وژلو لپاره دسیسې جوړول، لکه د خوسف د نخعي خانانو وژل (طرفداري او رفیعي، ۱۳۹۱: ۱۸۰–۱۹۰). په دې توګه، د خزیمه کورنۍ خانان ورو ورو د قاینات پر بېسیالو واکمنانو بدل شول.
ځکه په دې سیمه کې د خزیمه خانانو ترڅنګ، شیباني خانانو په تون (فردوس) او طبس ګلشن کې، نخعي خانانو په خوسف کې او رفیعي خانانو د سنيخانې (درمیان) په سیمه کې واکمني درلوده؛ خو تر اوسه چې په دې سیمه کې کومې تاریخي څېړنې شوې دي، د دغو کورنیو ونډه پکې له پامه غورځول شوې ده. د پام وړ خبره دا ده چې د څېړل شوي پېر پر مهال، د قاینات د واکمنو کورنیو په منځ کې میرزا بقاخان او د هغه اولاده، یعنې رفیعي خانان، یوازینۍ کورنۍ وه چې آر او ریښه یې ایراني وه؛ په داسې حال کې چې نور خانان په اصل کې عرب و.
مننه
د دغو سندونو پېژندنه د سید فضلالرحیم فاضلي ګزیک د هڅو له برکته شونې شوې ده. نوموړی د سیمې له تاریخ او فرهنګ سره مینهلرونکی او هڅاند ځوان دی، چې دغه سندونه یې له خپلو خپلوانو څخه ترلاسه کړل او د امانت په توګه یې لیکوالانو ته وسپارل، ترڅو د هغو د څېړنې چارې ترسره شي. له نوموړي څخه ډېره مننه کو. د ښاغلي فاضلي ګزیک په هوکړه، د دغو سندونو او ګڼو نورو ارزښتناکو خطي نسخو سکن شوې بڼې د آستان قدس رضوي د کتابتون او د اسنادو مرکز له خوا چمتو او د څېړونکو په واک کې ورکړل شوې.
سرچینې
۱. آیتی، محمدحسین (۱۳۷۱). بهارستان در تاریخ و تراجم رجال قاینات و قهستان. چاپ دوم. مشهد: انتشارات دانشگاه فردوسی.
۲. اعتمادالسلطنه، محمدحسنخان (۱۳۶۸). مرآةالبلدان. ټوک ۴ او فهرستونه، د عبدالحسین نوایي او میرهاشم محدث په زیار. تهران: مؤسسه چاپ و انتشارات دانشگاه تهران.
۳. باسورث، ادموند کلیفورد (۱۳۸۱). سلسلههای اسلامی جدید: راهنمای گاهشماری و تبارشناسی. د فریدون بدرهاي ژباړه. تهران: مرکز بازشناسی اسلام و ایران.
۴. حبیبي، عبدالحی (۱۳۴۹). تاریخ مختصر افغانستان. دویم ټوک. کابل: اکادمی تاریخ و ادبیات افغانستان.
۵. حسیني جامي، محمود بن ابراهیم (۱۳۸۴). تاریخ احمدشاهی: تاریخ تشکیل اولین حکومت افغانستان. د غلامحسین زرګرينژاد په تصحیح او لمنلیکونو. تهران: مؤسسه انتشارات و چاپ دانشگاه تهران.
۶. درمیاني (لامع)، محمدرفیع (۱۳۶۵). دیوان لامع. د محمود رفیعي او مظاهر مصفا په زیار. تهران: نشر محمود رفیعي.
۷. زنګویي، مهدي (۱۳۸۸). قهستان. تهران: دفتر پژوهشهای فرهنگی.
۸. شیرازي، سید حسن (۱۳۷۹). تاریخ درانیان. د میرهاشم محدث په تصحیح. تهران: مرکز چاپ و انتشارات وزارت امور خارجه.
۹. طرفداري، عليمحمد او رفیعي، محمود (۱۳۹۱). جستارهایی درباره بیرجند. تهران: نشر هیرمند.
۱۰. غوث، کمال (۱۳۹۰). گنجنامه هررنگ. بیرجند: فکر بکر.
۱۱. فاطمي مقدم، زهرا (۱۳۸۹). «فرامین احمدشاه درانی مرتبط با آستان قدس رضوی». نشریه الکترونیکی شمسه، د آستان قدس رضوي د کتابتونونو، موزیمونو او د اسنادو مرکز اداره، دوره ۲، ۷–۸ ګڼه، مخونه ۱–۱۲.
۱۲. اوري، پیتر؛ هامبلي، ګاوین؛ او ملویل، چارلز (۱۳۸۸). تاریخ ایران کمبریج: از نادرشاه تا زندیه. د تیمور قادري ژباړه. تهران: انتشارات مهتاب.
۱۳. مجتهدزاده، پرویز (۱۳۷۸). امیران مرزدار و مرزهای خاوری ایران. تهران: انتشارات شیرازه.
۱۷ سنبله ۱۴۰۵ – غالب پوهنتون- پای