Homeخبرونههندي رسنۍ ادعا کوي چې د هند او افغانستان د کرکټ لوبو...

هندي رسنۍ ادعا کوي چې د هند او افغانستان د کرکټ لوبو په اعلان کې نقشې د افغانستان او پاکستان جنجال پارولی

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۷ مه) هندي رسنۍ ادعا کوي چې د افغانستان کرکټ بورډ د هند پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ لپاره د یوې تبلیغاتي ویډیو له خپرولو وروسته له پاکستان سره په تازه ډیپلوماټیکه شخړه کې ښکېل شوی. په دې ویډیو کې داسې ښکاري چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او ګلګت-بلتستان د هند د خاورې برخه ښودل شوي دي.

دا ویډیو د افغانستان کرکټ بورډ په رسمي اېکسپاڼه کې د یکشنبې په ورځ خپره شوې. دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان او هند ترمنځ د درې شل‌اوریزو لوبو لوبلړۍ څو ورځې وروسته (راتلونکې یکشنبه) په نوي ډیلي کې پیل کېږي.

د «CNN-News18» د راپور له مخې، د پاکستان کرکټ بورډ د خپرې شوې نقشې په اړه د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت سره اندېښنه شریکه کړې ده.

تر اوسه د پاکستان کرکټ بورډ د اعتراض کره څرنګوالی نه دی روښانه کړی. دغه موضوع په داسې حال کې راپورته شوې چې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې لا له وړاندې د امنیتي شخړو له امله ترینګلې دي. په عین حال کې د پاکستان د باندنیو چارو وزارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو دې موضوع ته تر ډېره هندي رسنیو او د خواله رسنیو هندي کاروونکو لمن وهلې ده.

د نقشې پر سر لانجه

سي این این نیوز ۱۸ وايي، نقشه د دې لانجې اصلي ټکی دی. د راپور له مخې، په ویډیو کې داسې ښکاري چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او ګلګت-بلتستان د هند په نقشه کې ښودل شوي دي.

راپور زیاتوي چې د پاکستان کرکټ بورډ دا موضوع د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت سره مطرح کړې ده. اسلام‌اباد ښايي دا موضوع په نړیواله کچه هم راپورته کړي، خو تر اوسه د کوم رسمي اقدام اعلان نه دی شوی.

په ویډیو کې مبهمه کرښه

خو په ویډیو کې د نقشې کرښه روښانه نه ده. د ویډیو په لومړیو څو صحنو کې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر سیمه د هند په خاوره کې دننه ښکاري؛ خو کله چې ویډیو ورو ورو لیرې کېږي، پر دې سیمه راښکاره شوې روښانه کرښه ورکېږي او داسې ښکاري چې سیمه د هند له نقشې بهر ده.

دې موضوع د ټولنیزو رسنیو ځینې هندي کاروونکي هم غوسه کړي دي. ګڼو هندي مینه‌والو ویلي چې په ویډیو کې د هند ناسمه نقشه کارول شوې او د افغانستان له کرکټ بورډ څخه یې غوښتي چې نقشه سمه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پټي خزانې د مؤلف “محمدهوتک” مقبره د استاد محمدمعصوم هوتک په هڅو ورغول سوه

خبریال: غني حسن د پټي خزانې، د خلاصة‌الفصاحت او خلاصة‌الطب د مؤلف محمد هوتک مقبره، چي د زابل ولايت په سيوري ولسوالۍ کي واقع ده،...