چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبد زابلي سيتار غوږ يم / عبدالرحيم هلال

د زابلي سيتار غوږ يم / عبدالرحيم هلال

له ښاغلي سعيد زابلي سره له پېژندګلوي وړاندې زما د نظر مارغانو لاهغه مهال د ده د رمز په کوڅه کې الوت کړی وو چې لا د ښونځي زده کوونکی وم.

نه پوهېږم له وړکوالي مې دا عادت دی، که په اول ځل ليدو کې مې څوک په زړه ښه ولګېد بيا مې هسې پسې د زړه ستنې کږې وي، زابلي مې هم په اول ځل ليدو په زړه چک ولګول.

ښه مې په ياد دي له ننه څه د پاسه اوه کاله وړاندې مې په يوه باراني ورځ د احمدشاه بابا په ښار او د شرين وطن د ولايتونو په سر تاج کندهار کې ديو فرهنګي دوست په مټ سعيد زابلی را پيدا کړ.

هو؛په تن وچ، له رنګه غنمرنګ،مينه ناک، ديارانو د بانډارونو د سرمير، په کندهار کې د پژواک خبري اژانس سميه ييزخبرالن، ليکوال او شاعرسعدالله سعيد زابلی، له ډېره وخته يې له نوم سره اشنا وم چې اوس يې د خدای ورکړي استعداد او هنر په مټ د هغه مهال په پرتله څو چنده لاسته راوړنې لرلې دي، هغه وخت په کندهار کې وو او  اوس اوس په کابل کې په ادبې او ژورنالستيکې کارونو بوخت دی.

دانش لالا دې خدای ج لري ټولو ته معلومه ده چې د هري سويې لرونکو خلکو سره يې ناسته پاسته ده او د هري سويې لرونکي خلک يي د بانډار له خوږو متاثره دي.

د لالا ناسته پاسته او چلند له ډېرو سره غير رسمې او له تشريفاتوخالي بڼه لري،خو رسمي فرمولې(رسمي چال چلند) ته دې خدای د چا د سر دښمن هم نه اچوي بيا خو نو پوهېږئ چې له ده سره د اړيکې جوړولو لپاره به يې زړه خولې ته راځي.

زابلی همداسې وګڼئ له هر چا سره آن لا په اول ځل ليدو کې له غير رسمې سلوک څخه کار اخلي مطلب دا چې څه يې په زړه وي په خوله يې هم وايي په دې کې دي نه دی چې وګوري ته د کومې طبعي کس يې ،،، ځکه خو يې ديارانو په هر مجلس کې نه شتون لکه په غذا کې د مالګې کمښت احساسېږي.

له هغه را وروسته چې له ښاغلي زابلي سره مي پېژندلي؛ ښايسته ډېرې ورځې پر له پورې شوې، مياشتي او آن څو کلونه تېر شول.

په دې ټوله موده کې څو، څو ځله د ده زړه ته ښکته شوی يم، ډېري ليکنې،دسيمې او نړۍ په روانو حالاتوتحليلونه او ريپورټونه، ادبې ټوټې، او لنډي کيسې مې ولوستې او په وارو، وارو مې د ده د مخکنۍ شعري ټولګې (رمز) کوڅې کچ مچ کړې دا دی اوس زابلی ستورو ته له ستاره سره د بغدادي کوترو په سيل وتلی او زه يي د سيتار د تار هر ترنګ او نغمې ته لکه ستړی لاروی د زړه له تله غوږ،غوږ يم.

و غم ته لته له خماره سره

ستورو ته ناست يم له سيتاره سره

دا نو قسمت دى د ګلونو پر ځاى

راځي جنګونه له بهاره سره

كه غواړې پاتې شې ژوندى تر ډېره

بيا نو ياري وكړه له داره سره

يا :

يار سيتار دا دوه ياران

ما سره جوړه ياران

ښاغلي سعيد زابلي په ((ستورو ته ناست يم له ستاره سره))ه شعري ټولګه کې غزلونه، نظمونه او څلوريځې ليکلې دي چې تر ډېره حده يې پکې نوې خبرې کړې دي.

زموږ د عصر ځينو شاعرانو اکثره خبرې په تکرار ډول کړې، مفاهيم يې زاړه وي او يا يې له نورو وچ تقليد کړی وي خو زما په اند د زابلي ډېره شاعري خپله، خپل پيغام او خپل فکر لري.

دا لاندې نظم يې د بېلګې په ډول لوستلای شئ!

انسان

دوئ نارې وهي په زوره

له هيبته ډك ږغونه

لمر ولاړ زموږ په سر دى

بيا مې هم پوښتي او وايي

چې ته څوك يې له كوم ځايه

زه حيران يم ځواب نه راځې پر شونډو

خو په ذهن كې بلا سوالو ته مخ يم

دوئ مې وينې چې ومخته يې تېرېږم

زه، انسان يمه، انسان يمه، انسان

مګر انسان…انسان!!!!!!

په دې نظم کې د انسان په اړه يو بېل نظر موجود دی، يوه غيبي پوښتنه او حيرت،،، چې دا ټول زما په اند نوې توکي او مفاهم  دي.

لاندې بيتونه يې هم ولولئ چې  دګران وطن د سوکالي او ودانې ورځې په پار يې پکې د لوی خدای دربار ته دواړه لاسونه لپه کړې ا و د کار د سړيو په مټ ور څخه دسولي پسرلې غواړي ،دی وای وطن مو لکه زر دی خو دکار د سړيو نشتون لکه د زرو د پالونکې يا زرګر نه موجوديت د تورو خاورو تل ته ور لړه کړی دی،روانه يويشتمه پيړۍ نسبت تيرو پيړيوته کار ته زياته اړتيا لري،سړې ډير دي خو دکار سړې کار کولی شي.

 زر غوندي زرګر نه لږ خواري غواړي

دا وطن يو څو د كار سړي غواړي

ښار مو پاڼې پاڼې لكه سور ګلاب

خدايه نور د سولې پسرلي غواړي

له يوه پلوه که د دخپل ولس او وطن لپاره دکار د سړيو غوښتونکی دی له بله پلوه په روان  اړ و دوړ او نړيواله لوبه کې ددغې ستري سرمايې او وياړ دسرساتلو غم هم ورسره دی چې دزمانې په بې رحمه لاسونو رېبل کيږې ،موږ ترې بې برخې کېږو اوپه نه شتون يې تش په نوم زندګې را پاتې کيږې.

دازندګي به زندګي وشمېرو

چې بېګا پوره وي خپل سړي وشمېرو

لاندي بيتونه يې هم ولولئ

تقدير دي جار، خير به دي څه وخت له ازله راشي

زموږ  په خاوره زموږ اختيار به خدايه كله راشي

——–

په خپله خاوره ناکراره يو اوتره اوسو

دوخت مشرانو کې موږ بيا هم بې رهبره اوسو

——-

چې د ولس زړه يې په لاس کې نه وي

مشربه وي خو بيا هم نه سړى دى

 ——

ټوله شاعرې يې همداسې وګڼئ ما يې پورته شعرونه دبېلګي په ډول له تاسو سره شريک کړل ،په شعر کې يي ډيري خبري اوښايسته مفاهم دي چې بايد ډير څه پرې وليکل شي خو ډارېږم چې زما خبري به په تول پوره نه وې کنه د زابلي په شعرونو مې زړه غواړي ډير څه ووايم،ماته يې ټوله شاعرې په زړه پوري اود اهميت وړده پخپله زابلی هم راته ګران دی ((کار د مينې کار دی له دې کار ه انکار څه معنی )) ښه سړی دی ښه يې غواړم ډير ښه.

خپلې خبري د حا جې کاروان صيب په لاندي شعر پای ته رسوم.

د ستار په تار مې ګوته، ده په وينو لته پته

ما دنيا ته ورکړه لته، سېل کې لاړم د کوترو

په دې هيله چې زابلی صيب په ستار باندې همداسې مين پاتې شي او خپلو هيوادوالو ته د مينې، وفا، ژوند او خوږو دردونو نغمې وغږوي.

نور به نو خدای يادوو

په درنښت

عبدالرحيم هلال عزنی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب