جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهد بریتانیا لوی درستیز وايي، ممکن په افغانستان کې د نوې...

د بریتانیا لوی درستیز وايي، ممکن په افغانستان کې د نوې یمې لسیزې په شان کورنۍ جګړه ونښلي

تاند(جمعه، د سرطان ۱۸) د بریتانیا د پوځ لوی درستیز خبرداری ورکوي چې د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته امکان شته چې افغانستان یو وار بیا په خونړۍ کورنۍ جګړه کې ښکېل شی.

وروسته له دې چې د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن له افغانستانه د کابو ټولو بریتانیايي پوځیانو وتل اعلان کړل، د دغه هیواد لوی درستیز نیک کارټر وویل، په دې باور کېدای شي چې که بهرني پوځیان نه وي د افغانستان دولت به وپرزي.

ده زیاته کړه«په افغانستان کې ښايي هغسي یو حالت تکرار شي چې په نولس سوه نوي یمه لسیزه کې شوي و، د جګړه مارۍ کلتور به دود شي، د ملي امنیتي ځواکونو په شان مهمې ادارې به په قومي یا قبیلوي بنیادونو ووېشل شي.»

د بریتانیا د پوځ لوی درستیز همداراز وویل«که داسې وشول، فکر کوم چې طالبان به د هیواد پر یوه برخه کنټرول ترلاسه کړي، خو بې له شکه ټول هیواد نه شي نیولی.»

په همدې حال کې پرون د بلخ والي محمدفرهاد عظیمي وویل چې په دغه ولایت کې «جهادي» مشرانو د ۵ زره رضاکارو ځواکونو ژمنه کړې چې د هغو له منځه ۱۵۰۰ په وسلو سمبال شوي او د جګړې لومړۍ کرښې ته استول شوي دي.

ښاغلي عظیمي همداراز وویل چې پاتې کسان وسلو او نورو وسایلو ته انتظار دي.

د ده په وینا هر جنګیالي ته ۱۰ زره افغانۍ معاش ورکول کېږي.

که څه هم د بلخ والي وویل چې دا کسان به د ملي امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره د هغوی ترڅنګ د طالبانو پر ضد جنګېږي خو د بلخ د ولایتي شورا رييس وايي چې پخوا هم دې ډول کسانو له وسلو څخه ناوړه استفاده کړې ده.

افضل حدید وايي«یو اساسي دلیل چې ولسوالۍ سقوط شوې دا و چې ځینو کسانو د سلو کسانو د ورکولو ژمنه وکړه خو له ۲۰ څخه یې کار واخیستل شو، له پاتې ۸۰ څخه د ناوړه کارونو لپاره کار واخیستل شو یا هیڅ ورڅخه استفاده ونه شوه

1 COMMENT

  1. د افغانستان له ۱۲۹۸ څخه تر ۱۳۹۸ پوری د سیمی او نړیوالو مخفی او بربنډی لاسوهني!

    کله چی لوي برتانیی (اوسنی انګلستان) دری (۳) ځله په افغانستان یرغل وکړ د افغان ولس له لوری په ډیره میړانه ورته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شو، نو د دریم ځل رسمی ماتی څخه وروسته د غازی امان الله خان له لوری نړیوال استقلال واخیستل شو، نو برتانیه نه تنها په افغانستان کی بلکه په سیمه کی هم ماته وخوړه چی پدی سره نږدی سیمه ایز هیواد (هندوستان) هم استقلال او آزادی واخیسته چی بیا وروسته یی د پاکستان په نوم هیواد چی د افغانستان او هندوستان له جلا شو سیمو څخه په غیر منسجم ډول جوړ شو او د همدی ورځی څخه وروسته برتانیه، امریکا او نورو غربي هیوادونو د همدی ترکیب شوی (پاکستان) هیواد په واسطه په سیمه او نړی کی نظامی او سیاسی لاسوهنو ته آدامه ورکړ چی افغانان له هغه ورځی وروسته چی پاکستان جوړ شوی تر ننه پوری په داخلی مشکلاتو کی لاس او ګریوان دی.

    د سلمی (۱۰۰) کلیزی څخه دوه کاله وروسته (۱۴۰۰) اوس هم برتانیه په افغانستان کی د غازی امان الله خان د پلان (ریل پټلی غځول) د تطبیق مخه نیسی او همدارنګه د امریکا په شمول ټول غربي هیوادونه د سردارمحمد خان د پلان (د اوبو مهارول او برقی بندونو جوړول او پښتونستان استقلال) مخنیوی کوی او پاکستان بیا د ټولو پلانونو مخالف دی

    د ظاهر شاه څخه نیولی تر سردارمحمد خان پوری بیا له هغه وروسته تر ډاکټر نجیب الله پوری او همدارنګه د مجاهدینو څخه نیولی تر طالبانو پوری بیا ځلی ۱۱ ستمبر ۲۰۰۱ څخه نیولی تر اوسنی ولسمشر اشرف غنی نظام پوری پاکستان د قوی نظام او غښتلی او پیاوړی افغانستان مخالف دی ( کله چی ظاهر شاه شاهی نظام وو پاکستان مداخله کړی، د لومړنی رئیس جمهور سردار داود خان بیا تر ډاکټر نجیب الله پوری د جمهوری نظام مخالف دی همدارنګه د اسلامی نظام چی مجاهدینو او طالبانو له لوری جوړ شوی بیا هم پاکستان مخالف کړی او د طالبانو اسلامی نظام یی په امریکا باندی ړنګ کړ، کله چی ۱۱ ستمبر ۲۰۰۱ قضیه جوړ شوه همدی پآکستان بیا امریکا سره لاس یو کړ او امریکا دلته بیا جمهوری نظام جوړ کړ چی له هغی وروسته بیا پاکستان همغه طالبان چی په امریکا یی له مینځه یوړل بیرته د همدی امریکا او برتانیی او روسیی په نظامی او مالی مرسته پیاوړی کړل او د اشرف غنی نظام پوری یی د همدی طالبانو بیا سیاسی، مالی او نظامی ملاتړ کړی لدی ښکاری چی پاکستان دلته نه جمهوری قوی نظام غواړی او نه هم اسلامی نظام چی مجاهدینو او طالبانو شروع کړی او په ولس یی تطبیق کولو.)
    (ټرمپ وویل چی موږ له پاکستان سره ۳۳ میلیارده ډالره مرسته وکړ مګر دوی له موږ سره دوکه وکړ)

    لدی معلومیږی چی پدی کار (د افغانستان تباهی او افغان ولس ۴۵ کلنه وژنه کی ) همدا برتانیه، امریکا او نور غربي او شرقی هیوادونو ښکیل دی ځکه اوس د ټولی نړی آبر قدرتو هیوادونو استخباراتو او نظامیانو ته معلومه ده چی پاکستان پدی ۴۵ کلنه جنګی جګړه کی مستقیم دخیل دی
    همدا نړیواله ټولنه، ملګری ملتونه او امنیت شورا د افغانستان په جنګی جرمونو کی ښکیل دی ځکه تر اوسه پوری ټولو یادو هیوادونو او سازمانو او کمیسیونونو په پاکستان سیاسی او اقتصادی فشار ندی راوړی ترڅو د دی هیواد نظامیان او استخبارات د افغان وژنی څخه لاس واخلی نو لدی ښکاری چی نړیوال په منسجم ډول د ټولو شاملو هیوادونو په مشوره دلته خپلی ستراتیژیکی ګټی پالی مګر تر کومه چی دوی بشر حقوق خبره کوی ټول درواغ دی ځکه پدی ۴۵ کلنه او اوسنی ۲۰ کلنه جګړه زیاتره افغانان په هغو وسلو وژل کیږی چی امریکا، برتانیه پاکستان جوړ کړی دی او د پاکستان له لوری دلته دجنګی ډلو ټپلو په وسیله پدی ۴۵ یا ۲۰ کلنه جګړه کی وژل شوی او وژل کیږی

    نړیوال باید د افغان ولس غږ واوری او د پاکستان او د آبر قدرتونو د اشر شوی جګړه په اړه یو غږ پورته کړی او پاکستان ته ووایی چی نور بس ده (که نړیوال په پاکستان سیاسی او اقتصادی فشار راوړی نو لیری نده چی د نوری نړی په شان افغانان به هم په سوکالی او ثبات کی ژوند وکړی درحالیکه چی نړیوالو د بن په کنفرانس کی په قوی نظام جوړونه او دی هیواد ته سوله او ثبات راوستلو باندی تعهد کړی مګر لدی معلومیږی چی د دوی ټولی وعدی دروغجنی دی او اوس وخت کی افغانان د امریکا، برتانیه او پاکستان او روسیی او نورو غربی هیوادونو په خبرو او وعدو باندی بی باوره شوی دی اوس که دوی رښتیا خبره او وعده هم وکړی مګر افغانان یی نه منی.
    نړیوال باید صادق ووسی او د افغانستان ۴۵ کلنی کشالی ته د حل لاره پیدا کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب